محمودراقي: (پژواک ٢٤ ورى ٩١): د کاپيسا مرستيال والي، يو سناتور او د کرنې رييس له يوې چاودنې روغ ووتل.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري د وري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د ولايت د مرکز محمودراقي اړوند د شوخيو په سيمه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې د والي مرستيال عزيزالرحمن تواب، د مشرانو جرګې غړى سناتور محي الدين منصف او د کرنې رييس سيد مسکين نجراب ولسوالۍ ته د غنمو د وېش په موخه روان و، چې په ياده سيمه کې يې د موټرو پر کاروان چاودنه وشوه.
د قادري په وينا، ياد چارواکي، چې په يوه رينجر موټر کې ناست وو، له چاودنې روغ وتلي، خو موټر يې زيانمن شوى دى.
يوې بلې امنيتي سرچينې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، چې په دې چاودنه کې سناتور منصف برسېرن ټپي شوى دى.
د سيد پاچا په نوم د پېښې يوه عيني شاهد هم پژواک ته وويل، چې د دولتي چارواکو پر موټرو چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله يې نه درلوده.
له چاودنې وروسته سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلا بنده شوې او په سيمه کې پلټنې پيل شوې دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، له دې مخکې هم د محمودراقي او نجراب ولسوالۍ پر لويه لاره پر افغان او بهرنيو ځواکونو چاودنې شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن