ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړيوال سور صليب: د ملکي وګړو ژوند دې خوندي شي

author avatar
12 Apr 2012 - 18:34
author avatar
12 Apr 2012 - 18:34

کابل (پژواک ٢٤ ورى ٩١): د سره صليب نړيوالې کمېټې په نوي کال کې د افغانستان پر امنيتي وضعيت د اندېښنې ښودلو ترڅنګ، له ښکېلو خواوو غوښتي چې د جګړې په سيمه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوې وکړي.

 دغه مطلب په کابل کې د سره صليب نړيوالې ادارې (اى سي ار سي) مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ياد شوى دى.

 د خبرپاڼې په حواله، داسې وېره شته چې د هوا په ګرمېدو سره به جګړې لا زياتې شي؛ نو له دې امله په جګړه کې ټولې ښکېلې خواوې بايد د هغو ملکيانو ساتنه وکړي، چې په شخړه کې راګير شوي او يا دا چې په شخړه ځپلو سيمو کې اوسېږي.

 خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ای سي ار سي د نمايندګۍ د مشر  ريټو سټوکر  له نقله راغلي: “موږ د شخړې له ټولو ښکېلو خواوو څخه په ټينګه غوښتي، چې طبي پاملرنې ته د ټپيانو او ناروغانو خوندي او په وخت لاسرسی ډاډمن کړي.”

 دغه راز سرچينه اړينه بولي، چې ناروغان او ټپيان په لېرې پرتو ناامنه کليوالي سيمو کې روغتيايي څارنې ته خوندي او په وخت لاسرسی ولري او زياتوي: ((د روغتيايي کارکوونکو د دندو مخنيوی بايد ونه شي، په روغتيايي اسانتياوو، د کلينيکونو او روغتيايي مرکزونو په ګډون بايد بريدونه شي.))

 نړيوال سره صليب غوښتني چې روغتيايي مرکزونه بايد د نورو موخو لپاره ونه کارول شي، لېږدوونکې واسطې چې يواځې ناروغان او ټپيان لېږدوي، بايد ونه درول شي.

 خبرپاڼه کې راغلي چې په تېر زېږديز کال کې ډېرى کليوالي سيمو کې روغتيايي مرکزونه د امنيتي او جګړې له ننګونو سره مخ وو، چې فعاليت يې نه شو کولى او هغه خلک چې روغتيايي خدمتونو ته يې اړتيا درلوده، بې برخې پاتې شول.

 سرچينې د سټوکر له نقله ليکلي: ((موږ د ټوخي او شري د ناروغۍ په شمېر کې ډېروالی ليدلی، دغه دواړه ساري ناروغۍ دي او په اسانۍ سره ماشومانو ته د واکسين په کولو د مخنيوي وړ دي.))

 هغه زياته کړې، چې د روان زېږديز کال په درېيو لومړيو مياشتو کې وضعيت ښه شوی دى؛ خو په پسرلي کې د جګړو د ډېريدو شونتيا شته چې دوى يې په اړه ډېر اندېښمن دي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې ای سي ار سي له افغاني سرې مياشتې ټولنې سره تخنيکي او مالي مرستې کوي، چې له لارې يې ځينې خدمتونه او پروګرامونه پلي کړي دي.

 د يادولو وړ ده چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په تېر زېږديز کال کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د جګړو پرمهال ٣٠٢١ ملکي وګړي وژل شوي، چې ٧٧ سلنه يې وسلوالو طالبانو او ١٤ سلنه افغان او نړيوالو ځواکونو ته ته منسوبه شوې ده.

 په دغه راپور کې راغلي، چې په ٢٠١١ کال کې د ٢٠١٠ کال په پرتله د ملکي وګړو د تلفاتو په شمېر کې اته سلنه زياتوالى راغلى دى.

 راپور زياتوي، چې له ٢٠٠٧ کال راهيسې د ملکي تلفاتو شمېر مخ په زياتېدو دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.