Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د قرغيو ولسوالۍ د ابتداييه محکمې رييس ووژل شو

اسعداباد (پژواک ٢٧ ورى٩١):  د لغمان د قرغيو ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې رييس د کونړ-جلال پر  لويه لاره  د ناپېژانده وسلوالو له خوا ووژل شو.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمدنذيري د وري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اوه نيمې بجې د اسعداباد په سلامپور سيمه کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې د لغمان د قرغيو ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې قاضي امين الحق، چې د کونړ اوسېدونکى و، خپلې دندې ته روان و، چې په ياده سيمه کې تر وسلوال بريد لاندې راغى او ووژل شو.

د اسعداباد د ښاري محکمې رييس قاضي محب الله وايي، چې قاضي امين الحق له دې وړاندې په کونړ کې د دېوان مدني او دېوان حقوق عامه د رييس په توګه دندې ترسره کړې او وروسته يې د ننګرهار د ښاري محکمې د رييس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

نوموړى وايي، چې امين الحق اوسمهال  د قرغيو ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې رييس و، چې د ناپېژانده وسلوالو له خوا ووژل شو.

تر اوسه د دې وژنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، چې تېره مياشت د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ يو قاضي د ناپېژانده وسلوالو له خوا له تښتول کېدو وروسته وژل شوى و.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.