کابل ښار (پژواک ٢٨ ورى ٩١): ((نه غواړم څه ووايم، زما غږ او نظر څوک اوري؟ دڅه په اړه خبرې وکړم، زه په داسې شرايطو کې له ژونده ستړى شوى يم… ))
دا د هغه ٤٠ کلن سړي خبرې دي، چې د جګړو اړوند خبرونو او چاودنو د غږونو د اورېدو په اړه يې خپله کرکه څرګنده کړه.
هغه چې دومره وخت ورنه کړ، چې د ځان د معرفي کولو پوښتنه ترې وشي، په داسې حال کې چې د کابل ښار د انصاري له څلورلارې څخه تېريده، په قهرجنه څېره او ناسم چلند يې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له جګړو ستړى او ستومانه دى.
نوموړي، له دې خبرو څخه وروسته شا ته ونه کتل او په ډېرې غوسې سره له سيمې پناه شو.
دا غبرګون په داسې حال کې څرګندېږي، چې وسلوالو کسانو تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه د کابل ښا په شېرپور، پکتياکوټ او دارالامان سيمو کې درېيو تر کار لاندې ودانيو ته ننوتل او پر مهمو دولتي او بهرنيو موسساتو يې د راکټونو او سپکو وسلو بريدونه وکړل.
په پاى کې په ټولو دې بريدونو کې ٣٦ تنه بريدکوونکي، ٨ دولتي سرتېري او درې ملکي وګړي وژل شوي دي، ٤٠ امنيتي کارکوونکي او ٢٥ ملکي وګړي ټپيان دي.
له دې کبله د کابل ښار د ګڼې ګوڼي په بازارونو، لکه د درېيمو مکروريانو، نوي ښار او ميرويس ميدان (کوټه سنګي) د جامو او کورونو د لوازمو د پلور په مارکېټونو کې، تر نن غرمې پورې د خلکو په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان کم تر سترګو کېدل.
د انصاري څلورلارې د کابل ښار يوه بله له ګڼې ګوڼې ډکه سيمه ده، چې د نورو ورځو په پرتله د خاموشۍ فضا پرې خپره وه او په دې سوداګريزه سيمه کې يو شمېر هټۍ هم تړلې وې.
په دې سيمه کې د جاوېد په نوم يو تن چې ساختماني توکي پلوري، په ژور فکر کې ډوب و، د دې پوښتنې په اړه چې د څه په اړه يې سوچ کاوه؟ وويل: ((د هېواد او بچيانو د راتلونکې په اړه سوچ کوم، چې اخر به څه وشي، د تروريستانو موخه يواځې په خلکو کې ډار او وېره خپرول دي.))
د هغه په وينا، کله چې د پرون ورځې له پېښو خبر شو، په بېړه يې هټۍ وتړله.
دې هټيوال زياته کړه: ((د ځان له وېرې او دا چې پانګې ته مې زيان وانه وړي، کار مې بند کړ او دوکان مى وتړاه؛ زما په اند دا ډول بريدونه نه د اسلام او نه هم د بشر له اړخه جواز لري.))
محمد داوود هم په انصاري څلورلاره کې د ساختماني توکو دوکان لري او په داسې حال کې چې هټۍ يې تړله، وويل، داسې پېښې د هغوى پر سوداګرۍ ناوړه اغېزه ښندي.
هغه وويل: ((پر ښار دا ډول بريدونه، زموږ په کار او روزګار باندې ډېر تاثير لري، ان تر دې چې تاثير به يې تر دوو مياشتو پورې وي؛ ځکه چې خلک تر ډېرې مودې بهر ته د راوتلو جرئت نه شي کولى.))
دې سړي زياته کړه، چې ډېرى بې دفاع خلک د داسې پېښو قرباني کېږي او بهرنيانو ته زيان نه اوړي.
د نوموړي په وينا، داسې کسان شته چې له هغوى سره مرسته کوي؛ له دې پرته څنګه کېداى شي يو کس له پاکستان څخه کابل او يا نورو ولايتونو ته په اسانۍ يوې ودانۍ ته وسلې دننه کړي او څوک يې پوښتنه ونه کړي.
د کابل پېښو د ټوکر پلورونکو بازار هم سوړ کړى دى.
نبى الله چې په درېيمو مکروريانو کې د چادري دوکان لري، ويې ويل چې نن په ځانګړې توګه لږ شمېر ښځې بازا ته راوتلې وې او ښار نږدې تش دى؛ نو له دې کبله د هغوى بازار سوړ دى.
هغه د شکايت په توګه زياته کړه: ((پرون مې کار او بار ښه و، له پېښې وړاندې مې پنځه زره افغانۍ سودا کړې وه، خو له پېښې وروسته ټول خلک خواره شول او نن مې دوکان ته له سهاره تراوسه هېڅ مشتري نه دى راغلى.))
له بله اړخه، د کابل ښاريان د داسې بريدونو په کابوکولو کې د امينتي ځواکونو کړنې ستايي، خو له اړوندو ارګانونو څخه د امنيت د تامين په برخه کې د ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي.
د بي بي مهرو د هلکانو لېسې ښوونکې پروين، د بريدکوونکو په له منځه وړلو کې د امنيتي ځواکونو د کړنو په اړه خوښي وښوده او ويې ويل: ((افرين دې زموږ د امنيتي ځواکونو پر فعاليتونو، په تش لاس او پرته له دې چې د هغوى د کورنيو د راتلونکي ژوند هېڅ ډول تضمين نشته، ځانونه د ولس لپاره ځاروي، هغوى وتوانېدل اوضاع يوڅه کابو کړي، کار يې د ستاينې وړ دى.))
خو نوموړې د خپلو اولادونو د راتلونکې په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل، چې نن په ښوونځي کې ډېر شمېر زده کوونکي ناسوب وو.
يادې ښوونکې زياته کړه: ((باور وکړئ پرون مې ترڅو چې اولادونه کور ته راتلل، پرېشانه وم؛ څو ورځې چې ارامي شي، خلک خوشاله شي او په ډاډه زړه خپل ژوند پرمخ وړي، خو د يو ډز په اورېدو له ژوند کولو څخه ناهيلي شي.))
په مکروريانو کې د عبدالهادي داوي د لسم ټولګي زده کوونکي محب الله هم وويل، چې ډېرى ټولګيوالو يې د پرونۍ پېښو په اړه خبرې کولې او د وژل شوو او ټپيانو د شمېر په اړه يې معلومات ورکول.
دې ځوان په وارخطايي سره وويل: ((کله چې له کوره راوتم، اندېښنه راسره وه، چې له کومې پېښې سره مخ نه شم.))
دې زده کوونکي زياته کړه: ((زموږ د ځوانانو دماغ مخ په ودې دى او بايد د ښوونځي درسونو ته پام واړوو؛ خو کله چې په ښار کې زړه بوګنوونکې پېښـه کېږي، له بد حالت سره مخ کېږو.))
خو د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، لا هم د امنيتي اوضاع په اړه اندېښمن دي او امنيتي مسوولان د داسې پېښو د رامنځ ته کېدو د مخنيوي په برخه کې په کمزورتيا او ناتوانۍ تورنوي.
د بي بي مهرو سيمې اوسېدونکې ګلالۍ، امنيتي ځواکونه د دا ډول پېښو په کابو کولو کې مسوول وبلل او ويې ويل، د کمزورتيا ټکى يې دادى چې په هېواد کې د امنيت په ټينګښت ونه توانېدل، امنيتي ځواکونو ته چې کله راپور ورسېږي، نو هغه بابيزه تېروي، تر هغه چې داسې پېښې رامنځ ته شي.
دې مېرمنې د اندېښنې په څرګندولو سره چې له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته، خداى مه کړه امنيتي اوضاع خرابه نه شي، له دولتي چارواکو څخه وغوښتل، چې د دا ډول بريدونو په مخنيوي کې خپل مسووليت ادا کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP