Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ای‌او‌اېم: د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې مو له شاوخوا ۲۰۰ زره افغانانو سره مرستې کړې

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۳): د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) د اروپایي ټولنې په مالي مرسته د ۲۰۲۳ کال له وروستیو تر اوسه د راستنو شوو او په زلزلو کې د زیانمنو په ګډون له ۲۰۰ زره افغانانو سره بېړنۍ بشري مرستې کړې دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له پاکستانه د ډېرو افغان کډوالو په راستنېدو او د هرات له ویجاړوونکې زلزلې وروسته یاد سازمان د اروپایي ټولنې په مرسته په هرات، نیمروز، کندهار او ننګرهار کې د بشري مرستو وېش پیل کړ.

سرچینه زیاتوي، په یادو مرستو کې لنډمهاله سرپناوې، خوراکي توکي، د لېږد رالېږد کرایې لپاره نغذي مرسته، د اړینو اړتیاوو لپاره مالي ملاتړ، روغتیايي خدمتونه، رواني – ټولنیز ملاتړ او د زیانمنو کسانو خوندیتوب شامل دي.

په ټوله کې له ایران او پاکستانه ۱۹۰۵۰۰ راستانه شوي کسان له دې مرستو برخمن شوي دي.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د دفتر رییس فرانسوا ګومانس ویلي، یاده ټولنه به له افغانستان سره د بشري مرستو برخه کې یو دایمي شریک پاتې شي.

افغانستان کې د ای‌او‌اېم دفتر رییس مي هاینګ پارک هم د ملاتړ د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ او زیانمنو کسانو ته یې د لا دېرې مرستې وړاندې کولو په موخه اروپایي ټولنې او نورو بشري بنسټونو ته خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ۲۰۲۵ کال بشري اړتیاوو او ځوابي پروګرام له مخې، شاوخوا ۲۲.۹ میلیون افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري چې نږدې د افغانستان نیم نفوس تشکیلوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.