محمودراقي (پژواک ٣ غويى ٩١): د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ امنيه قوماندان د سړک د غاړې ماين له چاودنې روغ ووت.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري د غويي په ٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د نجراب امنيه قوماندان عطامحمد نظري د سړک غاړې له ماين چاودنې روغ ووت.
د هغه په وينا، ياد قوماندان له خپلې ولسوالۍ محمودراقي ته په لارې و، چې د شوخيو په سيمه کې يې پر رينجر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه او يو ساتونکی يې ټپي شو.
نوموړي زياته کړه، چې په دغې پېښه کې د امنيه قوماندان رينجر موټر هم ويجاړ شوى دى.
د شوخيو سيمې اوسېدونکي عطاالله پژواک اژانس ته وويل، نن سهار درې رينجر موټر د محمودراقي پر لور روان وو، چې چاودنه پرې وشوه.
د ده په خبره، له چاودنې وروسته يې يو پوليس په ټپي حالت کې لېدلى او د نورو په اړه يې معلومات نه درلودل.
د يادونې ده، چې شاوخوا لس ورځې مخکې هم په همدې سيمه کې د کاپيسا د والي پر مرستيال، د دغه ولايت پر يوه سناتور او د کرنې او اوبو لګولو د رييس پر موټر د سړک د غاړې د ماين چاودنه شوې وه، چې درې واړه ترې روغ وتلي وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن