کابل ښار (پژواک ٥ غويى ٩١): د افغانستان د حکومت د کابينې غونډې، د افغانستان او امريکا ترمنځ د اوږدمهاله ستراتيژيکو اړيکو هوکړه ليک مهم او ارزښتناک وګاڼه.
د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابينې د تېرې ورځې په غونډه کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د اوږد مهاله ستراتيژيکو اړيکو د هوکړه ليک مسوده، چې د غويي په درېيمه د خبرو اترو د پلاوو له لوري نښاني او د ولسمشرانو د لاسليک لپاره تياره شوې ده، تر بحث او خبرو لاندې راغله.
سرچينې ويلي، چې د کابينې غونډې د دغه سند مواد چې پر اساسي قانون، د هېواد ملي وحدت ته په درناوي، د دوو خپلواکو او مساوي هېوادو په څېر د امريکا او افغانستان اړيکو ته په درناوي ټينګار لري او همدارنګه د دغه سند په ترتيب کې د دوديزې لويې جرګې مشورې مهمې او ارزښتناکه وګڼلې.
همدارنګه د کابينې غونډې د دغه سند په منځپانګه کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو پياوړتيا په دې بڼه چې وکولاى شي په خپلواکه توګه له افغانستان څخه دفاع وکړي، همدارنګه د ښې حکومتدارۍ ټينګښت، ښوونه او روزنه، لوړې زده کړې او د هېواد د تاريخي آثارو ساتنه، له اهميته ډک ګڼلي دي.
دودېزې لويې جرګې چې د تېر کال په لړم مياشت کې په کابل کې جوړه شوې وه، د افغانستان ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته د احترام، د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپي د عملياتو د بندېدو او په هېواد کې ټول بهرني زندانونه افغان حکومت ته د سپارلو په شرط، له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو له هوکړه ليک څخه ملاتړ کړى وو.
افغان ځواکونو ته د زندانونو د مسؤوليت د لېږد او همدارنګه د بهرنيو سرتېرو له خوا د شپي د عملياتو بندېدل او افغان ځواکونو ته د هغو د مسؤوليت د لېږد تړونونه، تر دې وړاندې د افغان او امريکايي چارواکو ترمنځ لاسليک شوي دي.
د ولسمشرۍ د دفتر په خبرپاڼه کې د ډېرو جزئياتو له ورکړې پرته راغلي، چې د کابينې د تېرې ورځې په غونډه کې د افغانستان او المان او د افغانستان او اسټراليا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د هوکړه ليکونو په اړه هم بحث او خبرې اترې وشوې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن