کابل ښار (پژواک ١٧ غويى ٩١): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د امريکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون په برخه کې د ايران د اندېښنې په اړه وايي، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي او افغانستان هم ورته توقع لري.
د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو تړون، تېره اونۍ د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ په کابل کې لاسليک شو او ټاکل شوې ده، چې د دې دوو هېوادونو ترمنځ امنيتي تړون په يوه راتلونکي کال کې لاسليک شي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند رامين مهمان پرست، د دې تړون له لاسليکولو څخه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي: “په افغانستان د امريکا د پوځي اډو په راتلونکي وضعيت کې ابهام او د امريکا د امنيتي دندو په څرنګوالي کې د روڼتيا نشتوالى د ايران او سيمې د هېوادونو د اندېښنې محور دى.”
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند همدارنګه ويلي دي: “له امريکا سره د ستراتيژيک تړون لاسليکول نه يواځې دا چې په افغانستان کې امنيتي ستونزې نه هواروي، بلکې د تېرو لسو کلونو په شان به په دې هېواد کې ناامني او بې ثباتي زياته کړي.”
خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي، نن په کابل کې خبريالانو ته وويل: “موږ له امريکا سره د اوږدمهاله ستراتيژيکو همکاريو د تړون لاسليک، نه يواځې د افغانستان د سولې، امنيت، اقتصادي پرمختګ او ځوانې ديموکراسۍ د غښتلتيا لپاره خير ګڼو، بلکې هغه د نړۍ په کچه او ټولې سيمې د سولې ټينګښت، د ثبات تقويت او له نړيوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په ګټه بولو.”
د موسى زي په وينا، افغانستان د ايران او د سيمې د نورو هېوادونو په ګدون ګاونډيو هېوادونو ته ډاډ ورکړى دى، چې د افغانستان له خاورې به هېڅ کله د بل هېواد پر وړاندې ګټه وانه خيستل شي.
خو هغه زياته کړه: “په سيمه کې له ګاونډيو هېوادونو زموږ هيله هم همدا شان ده، چې هغوى هم اجازه ورنه کړي، چې له خاورې يې د افغانستان د خلکو او دولت د امنيت، سولې او ثبات پر وړاندې کار واخيستل شي.”
ايران په داسې حال کې خپله اندېښنه څرګندوي، چې متحده ايالتونو په ياد شوي تړون کې ژمنه کړې، چې د افغانستان له خاورې يا تاسيساتو به د نورو هېوادونو پر وړاندې د بريد د پيل ټکي په توګه کار نه اخلي.
همدارنګه د متحده ايالتونو په تړون کې د افغانستان ملي حاکميت او خپلواکۍ د درناوي په اشارې سره ويل شوي دي، چې په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو د جوړولو په لټه کې نه دى او د داسې حضور هڅه نه کوي، چې د افغانستان ګاونډيو ته ګواښ رامنځ ته کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن