قلعۀ نو (پژواک ٢٣ غويى ٩١ ): څلور پوليس د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې وروسته له هغه وژل شوي، چې په دې ولسوالۍ کې يې لس مسموم شوي سيمه ييز پوليس د ولسوالۍ مرکز ته و لېږدول.
د بادغيس امنيه قوماندان سمونوال محمدجبار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن (د غويې ٢٣مه) له غرمې مخکې لس بجې د دې ولسوالۍ په قره قال سيمه کې رامنځته شوه.
نوموړي زياته کړه، چې د پوليسو موټر لس مسموم شوي سيمه ييز پوليس ذ ولسوالۍ بازار ته يوړل، چې د بېرته تلو پر مهال په لاره کې پرې چاودنه رامنځته شوه.
سرچينې زياته کړه، چې په ټپيانو کې يو افسر هم شامل دى، خو د هغه د پېژندنې په اړه يې معلومات وړاندې نه کړل.
د ماين چاودنې په داسې حال کې څلور تنه ووژل چې نن سهار د قادس ولسوالۍ په قره قال سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان پژواک اژانس ته وويل، چې لس سيمه ييز پوليس تېره شپه د ډوډۍ تر خوړو وروسته مسموم شول.
هغه زياته کړه، چې مسموم شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
نوموړي د دې پېښې پړه پر طالبانو واچوله او زياته يې کړه، چې ياد سيمه ييز پوليس د هغې ډوډۍ په خوړو، چې په بازار کې يې اخيستې وه، مسموم شوي دي.
د بادغيس د ملکي روغتون سرطبيب ډاکتر محمدابراهيم محمدي وايي، چې دوى ته لس مسموم شوي پوليس ور وړل شوي، چې په کې د درېيو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
په همدې حال کې د قادس ولسوالى د سيمه ييزو پوليسو قوماندان، په دې پېښه د لاس درلودو په تور د څلورو تنو له نيول کېدو خبر ورکړ، خو د هغوى د هويت له څرګندولو يې ډډه وکړه.
تر اوسه پورې چا د دې دواړو پېښو مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
قوماندان نجم الدين نږدې شپږ مياشتې وړاندې له خپلو ٢٠٠ سوه کسانو سره له دولت سره يو ځاى شو او د قره قال په سيمه کې يې امنيتي پوستې جوړې کړې.
د ده تر يو ځاى کېدو وړاندې دغه سيمه د دولت له حاکميت څخه وتلې او نا امنه وه.
د قره قال سيمه د قادس ولسوالۍ د مرکز په اته کيلومترۍ کې پرته ده.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن