ژبه

د پوهنې وزارت پاتې کتابونو ته تراوسه د کراچى په بندر کې د لېږد اجازه نه ده ورکړل شوې

زرغونه صالحى

۲۴ غویی ۱۳۹۱ - ۲۰:۰۲

Views: ۵۹

کابل ښار(پژواک د غويي ٢٤مه ٩١): د پوهنې وزير وايي، که چېرته تر دوو راتلونکو اونيو پورې د پاکستان په خاور کې ودرول شوو کتابونو ته د لېږد اجازه ورنکړل شي، د پوهنې وزارت اړ دى ،څو بيا دا کتابونه چاپ کړي.

د پوهنې وزير فاروق وردګ نن په کابل کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل،چې تېرکال د امريکا د متحده ايالتونو پوځ د هېواد د ثانوي دورې اوه ميلونه ټوکه کتابونه په دوبۍ کې چاپ کړې او  اټکل کېده ،څو ددې ځواکونو په اکمالاتي کتارونو کې افغانستان ته راوړل شي.

سرچينه وايي،چې له ٩ – ١١ ټولګيو پورې ددې کتابونو درې مليونه ټوکه کابل ته راوړل شوي دي او پاتې نور يې د تېرکال په نيمايي کې د پاکستان له لوري د کراچۍ په بندر کې هغه مهال ودرول شول، چې دناټو په هوايي بريد کې يوشمېرپاکستاني سرتېري ووژل شول، پاکستان له خپلې خاورې ددې ځواکونو داکمالاتي کاروانونو په لېږد بنديز ولګاوه.

نوموړي د دولسم ټولګي د کتابونو نشتون يوه ستره ستونزه وبلله او  ويې ويل،چې دې وزارت په وار وار د پاکستان له سفارت او باندينيو چارو وزارت سره ددې کتابونو دلېږ په هکله اړېکې نيولي دي، خو تر اوسه کومه پايله نه لري.

ولسمشر حامدکرزي د تېرکال د سلواغې  ٢٧مه پاکستان ته دخپل سفر په ترڅ کې دا ستونزه د پاکستان له لومړي وزير سيديوسف رضا ګيلاني سره شريکه کړې وه او ددې ستونزې دحل غوښتنه يې کړې وه.

ګيلاني د ولسمشرحامد کرزي له دې غوښتنې څخه وروسته، ددې هېواد اړوندو مسؤولينو ته دنده سپارلې وه،څو ددې ستونزې په اړه ګام واخلي.

د پوهنې وزير په داسې حال کې ،چې ويل يې دا وزارت د بهرنيو چارو وزارت په همکارۍ هڅه کوي،چې پاکستان په بېړه ددې کتابونو لېږد ته اجازه ورکړي، زياته کړه: (( ان ما د بهرنيو چارو وزارت له لارې يو مکتوب واستاوه او غوښتنه مې دا وه،چې سياست پرخپل ځاى، خو  ماشوم  ته د خداى له خوا ورکړل شوى حق که هغه افغان وي، پاکستانى او يا هم عرب ورڅخه مه اخلي، خو اوس هم زموږ کتابونه د کراچۍ په بندر کې بند دي.))

 سرچينې يادونه وکړه، که چېرته ياد کتابونه افغانستان ته راوړل شوي وو ، اوس به د کتابونو دکمښت ستونزه نه وه.

نوموړي زياته کړه: (( که چيرته تر دوو راتلونکو اونيو پورې کتابونو ته د لېږد اجازه ورنکړل شي، نو هڅه به وکړو ،چې يوه مالي منبع پيدا او کتابونه بيا چاپ کړو.))

دا په داسې حال کې ده،چې پاکستانې چارواکو څو ځله ژمنه کړې ده،چې کتابونو ته به دلېږد اجازه ورکوي ، خو دا ستونزه لاهم پرخپل ځاى ده.

پژواک خبري اژانس په دې اړه،چې ولې تردې دمه کتابونه د پاکستان په خاوره کې تم شوي دي د پاکستان سفارت له مطبوعاتي دفترسره يې اړيکه ټينګه کړه ، خو په کابل کې د پاکستان سفارت مطبوعاتي مسؤول غلام محمد وزيري په دې اړه ،ځانګړي معلومات ورنکړل.

غلام محمد وزيري د يادو څلور ميليونو ټوکو کتابونو په هکله وويل، چې سبا(دغويي ٢٥مه) په کابل کې د پاکستان سفير د پوهنې له وزير سره لېدنه کوي او په دې اړه به معلومات ورکړي.

د پوهنې وزارت د مطبوعاتي دفتر يو مسؤول نن مازديګر پژواک خبري اژانس ته وويل، د پوهنې وزارت او پاکستان سفارت د چارواکو ترمنځ لېده کاته دوام لري ،خو تراوسه کومه پايله نه لري.

نوموړي دا يوه سياسي ستونزه وبلله او وايي،چې پاکستاني چارواکو ويلي دي،چې په هېڅ توګه د ناټو کاروانونو ته د پاکستان له خاورې ،د لېږد اجازه نه ورکوي.