کابل (پژواک ٢٦ غويى ٩١): پخوانى اسټراليايي لوبغاړى جيوف لاوسن د افغانستان د نولس کلنې ملي لوبډلې لپاره لنډمهالى روزونکی وټاکل شو.
د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د غويي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لاوسن د اسټراليا د ملي لوبډلې پخوانی ښی لاسى بيټسمين او تېز بالر و.
هغه زياته کړه، چې د ۲۰۱۲ کال د ١٩کلنو لوبغاړو د نړيوال جام سياليو لپاره د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډلې لپاره نړيوال روزونکی ټاکل شوى دى.
د وفا په وينا، لاوسن د اسټراليا لوبډلې يو پياوړی لوبغاړی و او د درېيو کلونو لپاره د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی هم پاتې شوی دى.
نوموړى وايي، چې لاوسن به د نولس کلنو له ملي لوبډلې سره د ۲۰۱۲ کال د جولای مياشتې له ۲۳مې څخه د اګست مياشتې تر ۲۴مې نېټې پورې پاتې وي او د لوبډلې روزونه به پر غاړه ولري.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجراييوي مشر ډاکټر حامد شينوارى وايي، جيوف لاوسن د اسټراليا له هوا، لوبغاړو او چاپېريال سره بشپړه بلدتيا لري او وبه کولاى شي چې خپلې تجربې له افغان لوبغاړو سره شريکې کړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د لاوسن په روزنې سره به د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډله وکولای شي په نړيوال جام کې ښه وځلېږي.
د کرکټ د چارو کارپوه او د لوبې د سپورټي روزنيزې موسسې مشر رحيم ګل څاروان د جيف لاوسن انتخاب ښه بولي، خو زياتوي چې د هغه شتون بايد اوږودمهاله وي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د هېواد د ملي لوبډلو لپاره داسې نړيوال روزونکي په کار دي چې د دوى ښه روزنه وکړي او په خپلو پښو يې ودروي.
د هغه په وينا، جيوف لاوسن په نړيواله کچه پېژندل شوې څېره ده، د ښه لوبغاړي ترڅنګ ښه روزونکى هم دى او کولى شي چې د ١٩کلنو ملي لوبډلې لوبغاړو ته ښه روزنه ورکړي.
ټاکل شوې د نولس کلنو نړيوالو ۵۰ اوريزو سياليو جام د ۲۰۱۲ کال په اګست مياشت کې په اسټراليا کې پيل شي، په دغو سياليو کې د افغانستان په ګډون د شپاړسو هېوادونو لوبډلې برخه اخلي.
افغانستان په (ب) ګروپ کې له پاکستان، نيوزيلينډ او سکاټلنډ سره لوبې ترسره کوي.
د يادونې ده، چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې لپاره نړيوال روزونکی ټاکل کېږي.
جيوف لاوسن د اسټراليا لپاره ۷۹ نړيوالې يو ورځنۍ، ۴۶ ټيسټ لوبې او ۱۹۱ فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن