ژبه

نواندېش ته د “نوښتګر او فعال ښاروال” لقب ورکړل شو

احمدشاه عرفانیار

۲۷ غویی ۱۳۹۱ - ۱۶:۵۰

Views: ۵۸

کابل (پژواک ٢٧ غويى ٩١): د افغان – اروپا کولتوري او بشردوستانه نړيوال بنسټ، کابل ښاروال محمديونس نواندېش ته د “نوښتګر او فعال ښاروال” لقب ورکړ.

د دې بنسټ له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نواندېش ته دغه لقب له دې امله ورکړل شو، چې په افغانستان کې له شته ستونزو سره سره يې کابل ښاريانو ته ښه خدمتونه کړي دي.

په هالنډ کې د افغان کډوالو د ټولنې مشر محمدسعيد يوسفزي، چې د نواندېش ته د لقب ورکولو په غونډه کې حاضر و، وويل، کابل ښاروال ته په غياب کې دا لقب ورکړل شو.

 هغه وويل چې په لنډ وخت کې د کابل ښار د پنځو ميليونو اوسېدونکو ټولو غوښتنو ته لاسرسى اسان کار نه دى؛ خو کابل ښاروال د دې وړتيا موندلې چې په دې برخه کې اړين کارونه ترسره کړي.

 کابل ښاروال محمديونس نواندېش له ياد شوي بنسټ څخه مننه وکړه او ويې ويل، دې بنسټ ځکه ياد لقب ورکړى، چې ده د روان زېږديز کال د اپريل په مياشت کې د “ګرجويت يونيورسټي اف جينوا” د نړيوالې موسسې له خوا د نړۍ په شپاړلسو ممتازو ښاروالانو کې لومړى مقام ترلاسه کړ.

هغه زياته کړه: “تر کومې چې زه خبر يم، د “بيوګرافي کمبرج لندن” په نوم يوه نړيواله موسسه، چې هر کال په خپل دايرة المعارف کتاب کې د نړۍ د غوره مختصصينو نومونه ليکي، د يو تماس په ترڅ کې راته وويل، چې ستاسو نوم مو د غوره متخصصينو په کتاب کې ليکلى دى او مننه ورنه کوم.”

تر دې مخکې د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون هم، نواندېش د غوره فعاليتونو د ترسره کولو له امله ستايلى و.

نواندېش د ١٣٨٨ کال په مرغومي مياشت کې د کابل ښاروال وټاکل شو.

هغه وايي چې له يادې نېټې راهيسې د کابل ښار٢٣٠ کيلومتره سړکونه قير شوي، شاوخوا ٢٠٠٠ کوڅې کانکرېټ شوي، يو شمېر پلونه جوړ شوي او په دې ښار کې د ٢١ تفريحي پارکونو کار پيل شوى او نوي سلنه مخ ته تللى دى.

دى وايي چې دا مهال په ښار کې پر شپږو کانالونو، د سړکونو جوړولو او ځينو نورو پروژو کار روان دى.