جلال اباد ( پژواک ٣١ غويى ٩١): د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې ٢١ جريبه ځمکه دکرکټ لوبغالي د جوړېدو په موخه کرکټ بورډ ته ورکړل شوه.
د ننګرهار ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې په همدې موخه نن (د غويي ٣١ مه) غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د اچين، سپين غر او غني خېلو ولسواليو ولسوالانو او قومي مشرانو ګډون درلود.
قومي مشرانو او ولسوالانو د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د شينوارو په ولسوالۍ کې کرکټ ډېر لوبغاړي لري او له همدې امله يې ياده ځمکه کرکټ بورډ ته ورکړه، تر څو د دغې ولسوالۍ لوبغاړو ته په کې د کرکټ کولو زمينه برابره شي.
دکرکټ بورډ د ختيځ زون امر قرار عزيزي د دغې ولسوالۍ له مسوولينو او قومي مشرانو څخه مننه وکړه، چې له کرکټ سره مينه لري او په خپله سيمه کې يې ٢١ جريبه ځمکه د کرکټ لوبغالي لپاره ورکړه.
د هغه په وينا، ډېر ژر به د دغه لوبغالي قانوني اسناد راټول او دولت ته به يې وسپاري.
نوموړي زياته کړه، چې په ياده ځمکه دولت او قومي خلکو دعوه درلوده، خو نن د قومي مشرانو او دولت له لوري کرکټ بورډ ته وقف کړاى شوه.
قرار عزيزي وويل: ((د دغه لوبغالي د جوړيدو په موخه به د کرکټ بورډ له مرکزي ادارې او ملي سوداګرو سره خبرې وکړم، څو يې د جوړولو لپاره پيسې پيدا شي.))
په همدې حال کې دکرکټ بورډ ختيځ زون مشر د کرکټ له دوه لوبډلو سره د کرکټ د وسايلو مرسته هم وکړه .
د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې په کامې ولسوالۍ کې هم شاوخوا ٣٠ جريبه ځمکه د کرکټ لوبغالي د جوړېدو په موخه کرکټ بورډ ته ورکړل شوې وه.