ژبه

ولسي جرګه د ارشاد، حج او اوقافو وزير استيضاح کوي

اباسين زهير

۱ غبرګولی ۱۳۹۱ - ۱۶:۳۱

Views: ۶۶

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): ولسي جرګې د ارشاد، حج او اوقافو د وزير محمديوسف نيازي د استيضاح پرېکړه وکړه او وايي، دغه کار ځکه کوي؛ چې نيازي تېر کال د ٧٠٠ مستحقو کسانو پر ځاى نور خلک حج ته لېږلي دي.

د اساسي قانون د ٩٢مې مادې له مخې، ولسي جرګه د ټولو غړو د شلو فيصدو پر وړانديز کولاى شي له هر يوه وزير څخه استيضاح وکړي، كه وړاندې شوې توضېح د قناعت وړ نه وي، ولسي جرګه د نه باور د رايې موضوع څېړي.

په ياده ماده کې راغلي چې په وزير باندې د نه باور رايه بايد صريحه، مستقيمه او پر پخو دلايلو ولاړه وي او دغه رايه د ولسي جرګې د ټولو غړو د رايو په اکثريت صادرېږي.

د ولسي جرګې د پوهنې، لوړو زده کړو، ديني او فرهنګي چارو کمېسيون غړې هيلۍ ارشاد نن د جرګې عمومې غونډې ته د تېر کال د حج مراسمو د پروسې په اړه د دغه کمېسيون راپور وړاندې کړ.

هغې د ياد راپور پر بنسټ وويل، چې محمديوسف نيازي تېر کال د حج د مراسمو پر مهال ٧٠٠ کسانو ته د حج فريضې د ادا کولو په موخه سعودي ته د تګ فوق العاده امرونه ورکړي دي.

هغه وايي، چې تېر کال سعودي ته په لېږل شوو يادو ٧٠٠ تنو کې ٤٠ يې د حضرت صبغت الله مجددي، دوه سوه تنه د کندهار د ولايتي شورا، دوه سوه تنه د پروان د ولايتي شورا او پنځه ، پنځه تنه د وزيرانو او د ولسي جرګې د ځينو غړو سهميه وه، چې نيازي ورکړې وه.

هيلۍ وايي، چې وزير په دغه کار سره د نورو هېوادوالو حقوق تر پښو لاندې کړي دي.

هغه وايي، چې ياد شوي ٧٠٠ کسان د هغو ٧٠٠ تنو پر ځاى د حج د فريضې د ادا کولو په موخه سعودي ته لېږل شوي، چې نومونه يې په پچه اچونه کې وتلي وو.

د هغې په وينا، د ارشاد، حج او اوقافو وزير دوى ته ويلي، چې تېر کال د حج له مراسمو پاتې شوي ٧٠٠ تنه به سږ کال له پچې اچونې پرته سعودي عربستان ته د حج د فريضې د ادا کولو لپاره ولېږل شي.

د دې په وينا، ياد کمېسيون له نيازي سره ټيلېفوني اړيکه ونيوه او مکتوب يې ورواستاوه تر څو دغه موضوع تعقيب کړي، خو وزير ځواب نه دى ورکړى.

د ولسي جرګې د ياد کمېسيون مشر کمال ناصر اصولي وايي: “زموږ کمېسيون، چې کوم راپور جوړ کړى، د ټولو په اړه اسناد لرو او په کومه ورځ چې وزير راغى زه به ورته ټول اسناد مخې ته کېدم.”

د ولسي جرګې دويم مرستيال شيخ نعمت لله غفاري، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، وويل، چې د جرګې شل سلنه غړو د محمديوسف نيازي د استيضاح وړانديز کړى دى.

هغه وويل، چې سبا به د ولسي جرګې د کمېسيونونو د رييسانو په غونډه کې د نيازي د استيضاح لپاره ورځ وټاکل شي.

خو د حج او اوقافو وزير محمديوسف نيازي په دې اړه څه ويل له وخت څخه وړاندې وبلل.