ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا د افغان ښځو د مهارتونو د پرمختيا په موخه پنځه ميليونه ډالره مرسته کوي

author avatar
23 May 2012 - 19:55
author avatar
23 May 2012 - 19:55

کابل (پژواک ٣ غبرګولى ٩١): امريکا د افغان سوداګرو مېرمنو د مهارتونو او اقتصادي پرمختيا د پروژو د تمويل په خاطر پنځه ميليونه ډالره لګوي.

په کابل کې د امريکا د عامه اړيکو مسوولين، د دې پروګرام پلي کول، د افغان مېرمنو د حرفوي زده کړو پراختيا او نړيوالو بازارونو ته د هغوى د محصولاتو وړاندې کول وبلل.

په اقتصادي چارو کې د امريکا سفارت مرستيال ريچارد اولسونRichard G.Olson، چې نن (د غبرګولي ٣مه) يې د افغان سوداګرو مېرمنو يوې ډلې ته خبرې کولې، د اقتصادي پراختيا په برخه کې يې د خپل هېواد د همکاريو او ژمنو په ځانګړې توګه مېرمنو ته د کاري بوختياوو پرموندلو ټينګار وکړ.

نوموړي وويل: ((زرګونه مېرمنې له خپلو کورنيو سره د مرستې په خاطر کار کوي او زيار باسي، موږ له سترو شرکتونو څخه غواړو، څو له دې چانس نه ګټه واخلي، کومې مېرمنې چې کار کولو ته لېواله دي، مرسته او همکاري دې ورسره وکړي.))

اولسون زياته کړه: ((موږ دلته په هغو پروژو کې د مالي مرستې په لټه کې يو، ترڅو هغه کارونه چې د افغان مېرمنو د ځان بسياکېدو په خاطر ترسره شوي دي، يو ځل بيا يې ځواکمن کړو.))

په افغانستان کې د امريکا سفارت د عامه اړيکو مسوول دونا وتلون (Donna Walton) وايي، ډېرى افغان مېرمنې سره له دې چې د لاسي صنايعو په توليد کې ځانګړى مهارت لري، خو په نړيوالو بازارونو کې د سيالۍ توان نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې دا پروګرامونه به د افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتونو له پراختيايي مرستو څخه تر يو کال پورې تمويل شي، چې د افغان کدرونو په مرسته د پروګرامونو همغږي او تنظيم، د مېرمنو د وظيفوي مهارتونو پراختيا، حرفوي مشورې، د ښځو اړوندو کسبونو ته وده ورکول او د سوداګرو مېرمنو لپاره نړيوالو بازارونو ته د لاسرسي درې پروګرامونه په کې شامل دي.

د وتلون په وينا، هغوى به له دې پروژې څخه پوره څارنه کوي، څو دا پروګرام په رڼه او له درغلي پرته پلى شي.

د کابل د ستالف ولسوالۍ د ښځو شورا مشرې حسيبې محبوبې، چې د سوداګرو مېرمنو له ډلې څخه ځان معرفي کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې د دوى په ولسوالۍ کې ښوونځيو ته د نجونو پرتګ بنديز و، تل ډېره ځورېده.

هغه وايي، چې له هغه وخت څخه يې تصميم ونيو، څو د کوچنيو پورونو په اخيستلو سره د خپل کلي نجونو او مېرمنو لپاره خدمت وکړي.

دا مېرمن که څه هم پوره سواد نه لري، زياته يې کړه، چې څلوېښت هغه مېرمنې چې اقتصاد يې کمزورى وو، راغونډې کړي او د هغوى لاسي صنايع يې په بازار کې پلوري.

حسيبه وايي چې له دې لارې  توانېدلې، څو د دې مېرمنو کورنيو ته خدمت وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.