ژبه

د دوو بهرنيو ښځو په ګډون ديوې موسسې پنځه کارکوونکي وتښتول شول

محمدگل تنها

۳ غبرګولی ۱۳۹۱ - ۱۱:۵۳

Views: ۶۷

فيض اباد(پژواک ٣ غبرګولى ٩١):د دوو بهرنيو ښځو په ګډون د مداير مؤسسې پنځه کارکوونکي د بدخشان په يفتل پايين ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسلوالو له خوا وتښتول شول.

د بدخشان ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر نورمحمد خاوري نن (د غبرګولي درېيمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مداير مؤسسې پنځه کارکوونکي، چې په هغو کې دوه بهرنۍ ښځې او درې افغان نارينه شامل دي، تېره روځ مازيګر د يفتل پايين ولسوالۍ له شلخه زار کلي نه د ناپېژانده وسلوالو له خوا وتښتول شول.

د خاوري په وينا، د مداير Medair مؤسسه د سويزرلينډ اړوند ده او تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو د خوار ځواکۍ او اميندوارۍ روغتيايي چارو کې فعاليت کوي.

هغه زياته کړه، چې دغه کارکوونکي هغه مهال وتښتول شول، چې د يفتل پايان د ياوان روغتيايي کلينيک ته روان وو.

خاوري وويل، چې يادې مؤسسې د امنيتي ستونزې له امله د دغو دوو بهرنيو ښځو هويت نه دى په ډاګه کړى.

همدارنګه د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ هم د دې پېښې پخلى کوي او وايي چې له دغو دوو بهرنيو ښځو سره درې افغانان، چې د مداير مؤسسې روغتيايي کارکوونکي دي، يو ځاى وو.

د شلخه زار کلى، د شهر بزرګ ولسوالۍ پر پوله پروت دى او د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال شېر علي وايي، چې پوليسو په سيمه کې د پلټنې عمليات پيل کړي دي.

د يفتل پايان ولسوال امام علي هم د پلټنې د عملياتو د پيل خبر ورکړ او ويې ويل، چې تر اوسه کومه لاسته راوړنه نه لري.

د دغو کسانو د تښتولو مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.