Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لومړنيو توکو بيو  بدلون نه دى موندلى

کابل ښار (پژواک ٤ غبرګولى ٩١): په کابل ښار کې د لومړنيو توکو بيو د تېرې پنجشنبې په پرتله بدلون نه دى موندلى.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي فضل الرحمن نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر د ٥٠ کيلو لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه ٢٩٠٠ افغانۍ، د پنځوس کيلويي بورۍ برازيلۍ بورې د عمده پلور بيه ١٨٥٠ افغانۍ، د پنځوس کيلو پاکستانيو اوړو بيه ٩٨٠ افغانۍ، د ٥ کيلو سپين غر غوړيو بيه ٤٢٠ افغانۍ، د يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ١٩٠ افغانۍ او د يو کيلو شين اندونيزيايي چاى بيه ١٦٠ افغانۍ ده.

ياد شوي خوراکي توکي په عمده ډول په يادو بيو پلورل کېږي، خو په پرچون ډول د دغو توکو بيې د ښار په بېلابېلو ځايونو کې توپير لري.

د کلوله پشتې په سيمه کې د يادو توکو د پرچون بيې په منځني ډول د عمده پلور له بيو څخه نږدې ٧ سلنه لوړې دي.

د کابل ښار د کلوله پشتې سيمې هټۍ وال نعمت الله وايي، چې په پرچون ډول ٥٠ کيلويي لومړۍ درجه سېله وريجې په ٢٩٦٠ افغانۍ او ٥٠ کيلويي برازيلۍ بوره په ١٩٩٠ افغانيو پلوري.

هغه زياته کړه، چې ٥٠ کيلو پاکستاني اوړه په ١١٠٠ افغانۍ، ٥ کيلو سپين غر غوړي په ٤٨٠ افغانۍ، يو کيلو افريقايي تور چاى په ٢١٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٩٠ افغانۍ پلوري.

په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په څېر د سون توکو په بيو کې هم بدلون نه دى راغلى.

د تايمني پروژې د پنځم سړک د ګاز يو پلورنکى نوراحمد وايي، چې د تېرې پنجشنبې په څېر يو کيلو اوبلن ګاز په ٤٥ افغانۍ پلوري.

د تايمني څلورلارې د تېلو ټانک يو کارکوونکى محمد صديق وايي، چې د تېرې پنجشنبې په څېر نن يو لېتر ډېزل په ٦٢ افغانۍ او پټرول په ٦٥ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو بيې هم بدلون نه دى موندلى.

د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سرو زرو يو پلورونکى عبدالبصير وايي، چې د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢١٥٠ افغانۍ او د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٨٠٠ افغانۍ ده.

د کابل د شهزاده سراى يوه صراف محمدامين جان خوستي د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٠،١٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو د پېر بيه ٥٤٧ افغانۍ ده.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٠،٢٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو د پېر بيه ٥٤٨ افغانۍ وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.