ترینکوټ (پژواک ۷ غبرګولی ۹۱): د اروزګان امنيه قوماندانۍ، په دې ولايت کې د څلورو وسلوالو طالبانو د نيولو او د طالبانو په بريد کې د يوه پوليس د وژل کېدو خبر ورکړ.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ ویاند فرید عایل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد شوي څلور وسلوال طالبان، تېره شپه د دې ولايت د چورې ولسوالۍ په کونج سيمه کې د پوليسو د چاڼيزو عملياتو پر مهال نيول شوي دي.
دى وايي، چې په دې عملياتو کې له يادو طالبانو سره يو آر پي جي راکټ، دوه کلاشينکوفونه او يو شمېر د راکټ او کلاشينکوف مرمۍ هم نيول شوې دي.
همدارنګه عایل وایي، چی پولیسو نن سهار د مرکز ترینکوټ اړوند د خیرو کارېز په سیمه کې هم عملیات کړي دي.
دى وايي، چې په دې عملياتو کې درې کلاشینکوفونه له يوې اندازې مرميو سره، یوه پاکستانۍ تومانچه، ۳۰ کیلوګرامه تریاک او ۳ کیلوګرامه چرس د پولسيو لاس ته ورغلي دي.
د یو بل خبر له مخې، عایل وویل چې تېره شپه د چورې ولسوالۍ په کونج سیمه کې وسلوالو طالبانو د پولیسو پر پوستې برید کړی او په دې بريد کې چې څو ساعته يې دوام درلود، یو پولیس وژل شوی دی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي د يادو نورو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي؛ خو ويلي يې دي چې طالبانو تېره شپه په چوره کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى، چی د پولیسو د یوه قوماندان په ګډون دوه پولیس په کې وژل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن