کابل ( پژواک ١٣ غبرګولى ٩١ ) : د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي پېښو پر مهال د ملي اردو د پنځو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
په کابل کې د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر لخوا د غبرګولي په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد سرتېري په تېرو ٢٤ ساعتونو کې وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړه ، چې د امنيتي دندو پر مهال د ماين د چاودنو او د مخالفينو د بريدونو له امله په غزني ، پکتيا،کندهار او بادغيس ولايتونو کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي ، چې په دغو پېښو کې د ملي اردو څلور سرتېري ټپيان شوي هم دي،خو دفاع وزارت د ټپي سرتېرو د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويلي.
په خبرپاڼه کې راغلي ، چې د ملي اردو ځواکونو د بېلابېلو عملياتو پر مهال د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو ترلاسه کولو ترڅنګ ١٥ حلقې ماينونه هم شنډ کړي دي.
ديادونې ده،چې په دې وروستيوکې دهېواد په بېلابېلو سيموکې د بهرنيو سرتېرو ترڅنګ د کورنيو سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.
تېره اونۍ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې دملي اردو له ٢٠ زياتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن