کابل (پژواک ١٤ غبرګولى ٩١): د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي پېښو پر مهال د ملي اردو د څلورو سرتېرو د وژل کېدو او ١٦ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر لخوا د غبرګولي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغو سرتېرو ته په تېرو ٢٤ ساعتونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د امنيتي دندو پر مهال د ماين د چاودنو او د مخالفينو د بريدونو له امله په ميدان وردګو، غزني، پکتيا، کندهار، فراه او بادغيس ولايتونو کې څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.
د ملي دفاع وزارت وايي، چې ټپي سرتېري روغتون ته وړل شوي ، خو سرچينې د ټپي سرتېرو د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويلي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو ځواکونو د بېلابېلو عملياتو پر مهال د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو ترلاسه کولو ترڅنګ لسګونه کړۍ ماينونه هم شنډ کړي دي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيو سرتېرو ترڅنګ د کورنيو سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.
له تېرې يوې اونۍ راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو له ٣٠ زياتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن