کابل( پژواک ١٤غبرګولى٩١): په ولسي جرګې کې د کابل د خلکو پخوانى استازى او د ملي مشارکت د ګوند مشر نجيـب الله کابلي ادعا کوې چې ،جنرال دوستم او حاجي محقق د ملي جبهې تر چتر لاندې غواړي افغانستان تجزیه کړي.
ملي مشارکت د ګوند مشر نجيب الله کابلي دغه څرګندونې نن د غبرګولي په ١٤مه په يوه خبري کنفرانس کې وکړى.
نوموړي زياته کړه چې يادو کسانو راته په خصوصي مجلس کې ویلي چې لومړی یې پلان دا دی ترڅو د انتخابي والیانو او ولسوالانو له لارې فدرالي نظام ته لاره اواره کړي.
نجيب الله وايې ، دوي په دي ټينګار کولو ، که د فدرالي نظام په سر ورسره پښتانه جوړ نه شي نو بیا د افغانستان په تجزیه کار کوي.
دکابلي په خبره، حاجی محقق ورته ویلي چې باید له پښتنو ازادي واخلي او د افغانستان د تجزېې لپاره سل ملیونه ډالرو ته اړتیا لري، ګاونډي هیوادونه ورته پیسې ورکوي او په تخار کې وروستۍ غونډه یې په پنځو لکو ډالرو جوړه کړې وه.
هغه احمدضياء مسعود ددغې جبهې یو سمبولیک مشر وباله.
دملي مشارکت د ګوند مشر وايي د ملي جبهې د اجنډا له مطالعې پوهېدلی چې دوی غواړي کورنۍ جګړې ته زمینه برابره کړي او پدې خاطر له دغې جبهې چې ده یې هم غړیتوب درلود، وځي.
پژواک هڅه وکړه چې د يادو څرګندونو په اړه د ملي جبهې غبرګون ترلاسه کړي خو بريالي نه شو.
د يادونې ده، چې په ملي جبهه کې د حکومت د اپوزېسيون ډله شامله ده، چې تېر کال جوړه شوه او په هغې کې د ملي اسلامي جنبش مشر جنرال عبدلرشيد دوستم، د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر حاجي محمدمحقق او د ملي امنيت پخوانى رييس امرالله صالح مهمه ونډه لري.
په دي وروستيو کې دغه جبهي په ځينوشمالي ولايتونو کې غټي غونډي هم ترسره کړي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن