ميمنه (پژواک ١٨ غبرګولى ٩١): په فراه کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او په فارياب ولايت کې د يوې چاودنې له امله دوه پوليس ټپيان شوي دي.
د فراه د خاک سفېد ولسوال عبدالخالق نورزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره مازيګر د ملي اردو درېيو سرتېرو د دې ولسوالۍ په سرخ دېوال سيمه کې خپلې قرارګاه ته نږدې لامبل، چې د وسلوالو طالبانو تر بريد لاندې راغلل.
دى وايي، چې په دغه بريد کې يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د فراه د والي وياند نقيب الله فراهي وايي، چې طالبان سيمې ته د امنيتي ځواکونو له رسېدو وروسته وتښتېدل.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې په دغه بريد کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي دي.
همدارنګه د فارياب په المار ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې دوه پوليس ټپيان شول.
د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخالق اقساى وويل، چې دغه ماين نن (د غبرګولي ١٨مه) له غرمې مخکې د المار ولسوالۍ په يتي اريغ سيمه کې پر رينجر موټر وچاودېد.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې دوه پوليس ټپيان شوي او موټر يې ويجاړ شوى دى.
د اقساى په وينا، دغه پوليس هغه مهال پر ماين وبرابر شول، چې په دوو رينجر موټرو کې د هغه بند د امنيت لپاره المار ته روان وو، چې کار يې دوه اونۍ مخکې پيل شوى دى.
د فارياب امنيه قوماندان، وسلوال طالبان د بيارغونې د پروژو مخالف وبلل او ادعا يې وکړه چې دغه ماين د طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.
د سيمې يوه سپين ږيري نورمحمد هم وويل، چې هېڅ وسلواله ډله بايد په داسې کړنو سره د بيارغونې د پروژو مخه ونه نيسي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن