ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اطرافي: په کندهار کې د يو شمېر عملياتو پر مهال ٣٨ وسلوال وژل شوي

اطرافي: په کندهار کې د يو شمېر عملياتو پر مهال ٣٨ وسلوال وژل شوي

author avatar
14 Jun 2012 - 14:50
اطرافي: په کندهار کې د يو شمېر عملياتو پر مهال ٣٨ وسلوال وژل شوي
author avatar
14 Jun 2012 - 14:50

کندهار (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩١): د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې په تېرو دوو اونيو کې په کندهار ښار او ولسواليو کې د عملياتو پر مهال ٣٨ وسلوال مخالفين وژل شوي او ٢٩ نور ژوندي نيول شوي دي.

هغه دغه راز د جنايي جرمونو په تړاو د ١٤ تنو او د نشه يي توکو په تړاو د ١٧ نور د نيول کېدو خبر هم ورکړ.

سمونوال رحمت الله اطرافي د کندهار د امنيې قومندانۍ د امنيت امر، چې نن (د غبرګولي ٢٥مه) يې د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې اوونيز امنيتي کنفرانس ته خبرې کولې وويل، چې په تېرو دوو اوونيو کې يې ١٠ عمليات، ٢٤٠ کمينونه او ١٦٠ ګزمې ترسره کړې دي.

د هغه په خبره، د پوليسو د دغو فعاليتونو پر مهال په کندهار ښار او ولسواليو کې ٣٨ وسلوال مخالفين وژل شوي، چې ١٩ يې د سرحدي پوليسو له خوا په ښورابک او سپين بولدک ولسواليو کې له منځه وړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې ٢٩ وسلوال مخالفين ژوندي هم نيول شوي، چې له هغوى څخه ګڼ شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

اطرافي د جنايي جرمونو په تړاو د ١٤ تنو د نيولو خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې له دې ډلې ٨ تنه پر غلا، ٣ په سړي تښتوونه او ٣ نور په جعل کارۍ تورن دي، چې دوسيې يې اړوندو څارنواليو ته لېږل شوي دي.

په دې وروستيو کې په کندهار ښار کې د غلا په ځانګړې توګه د موټرونو د غلا پېښې زياتې شوې، خو د امنيت امر وايي، چې په کندهار کې د موټرونو د درولو لپاره کافي تم ځايونه نشته او خلک په لارو او کوڅو کې موټرونه دروي، چې دغه راز پېښې رامنځته کېږي.

نوموړي وويل، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې د نشه يي توکو په تړاو ١٧ تنه نيولي او له هغوى څخه يې ٨١٥ کيلوګرامه چرس، ٢ کيلوګرامه هيرويين، ٧ کيلوګرامه ترياک او ٥٠ کيلوګرامه کيمياوي توکي هم ترلاسه کړي، چې دوسيې يې تر څېړنې لاندې دي.

اطرافي له ولسي خلکو مننه وکړه، چې د کندهار ولايت په امنيت کې ورسره همکاري کوي او له امله يې د پوليسو لاسته راوړنې زياتې شوې دي.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم څو ورځې وړاندې ژېړۍ ولسوالۍ ته د خپل سفر پر مهال د کندهار امنيت ښه ارزولى و، خو ويلي يې وو، چې د لا ښه ډاډمن امنيت په موخه به په ژېړۍ، پنجوايي او ميوند کې چاڼيز عمليات کوي او ښې حکومتدارۍ ته به وده ورکوي.

وسلوالو طالبانو تر دې مهاله د حکومت د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.