جلال اباد-اسعداباد (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩١): د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د ايساف او افغان ځواکونو پر ګډ نظامي مرکز په داسې حال کې ځانمرګى بريد شوى، چې هلته قومي غونډه روانه وه.
د ناړۍ ولسوال ګل زمان د غبرګولي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن غرمه مهال رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ځانمرګي بريد کوونکي دوه تنه وو او له چاودېدونکو توکو ډک خپل کرولا موټر ته يې په سيمه کې د ګډ نظامي مرکز په دروازه کې چاودنه ورکړې ده.
نوموړى وايي، چې په دې پېښه کې دواړه بريدګر او د ملي امنيت يو سرتېرى وژل شوي او دوه نور سرتېري ټپيان دي.
په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د لومړي زون قوماندانۍ وياند ادريس مومند پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن غرمه پاوکم يوه بجه رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې بريد کوونکو د سرحدي پوليسو د لومړي کنډک په دروازه کې چېرې چې بهرني سرتېري هم مېشت دي، خپل موټر ته چاودنه ورکړې ده.
نوموړي وويل، په دغه مرکز کې د قومي مشرانو غونډه روانه وه، چې ياد ځانمرګى بريد د غونډې په سل مترۍ کې رامنځته شوى دى.
مومند وايي، چې د يوه ځانمرګي بريد کوونکي هويت په ډاګه شوى او د هغه يو ورور په همدغه کنډک کې پوليس و او پلار يې د قومي مشر په توګه په ياده غونډه کې ګډون درلود، چې دواړه نيول شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن