ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کويټه کې چاودنې څلور محصلين ووژل او ٥٤ نور کسان يې ټپيان کړل

په کويټه کې چاودنې څلور محصلين ووژل او ٥٤ نور کسان يې ټپيان کړل

author avatar
18 Jun 2012 - 10:44
په کويټه کې چاودنې څلور محصلين ووژل او ٥٤ نور کسان يې ټپيان کړل
author avatar
18 Jun 2012 - 10:44

کوېټه (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩١): د پاکستان په کويټه ښار کې د پوهنتون د محصلينو پر يوه موټر د چاودنې له امله څلور محصلين وژل شوي او د يو شمېر محصلينو په ګډون ٥٤ تنه نور ټپيان شوي دي.

دا چاودنه نن (د غبرګولي ٢٩مه) سهار شاوخوا اته بجې هغه مهال وشوه،کله چې د بلوچستان ايالت په کويټه ښار کې د معلوماتي ټيکنالوجۍ پوهنتون محصلين په يوه لوى بس موټر کې پوهنتون ته روان وو.

دکوېټې پوليسو د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته ويلي،چې په دې چاونه کې څلور محصلين وژل شوي او د ٣٠ محصلينو په ګډون ٥٤ تنه نور ټپي دي.

سرچينې زياته کړې، چې په ټپيانو کې ١٥ لارويان او يو شمېر پوليس هم شامل دي، چې اوس په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

عيني شاهدانو ويلي،چې چاودنه ډېره زوروره وه، تر لرې سيمو پورې يې غږ واورېدل شو او د نږدې کورونو، موټرو، دفترونو او هوټلونو هندارې يې هم ماتې کړې دي.

د کويټې د پوليسو کمېشنر ميرزبير د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، چې دا چاودنه د ريموټ کنټرول په وسيله ترسره شوې ده.

د هغه په وينا، په دې چاودنه کې له ٤٠ تر ٥٠ کيلوګرامه پورې چاودېدونکي توکي کارول شوي دي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې په کويټه کې د چاودنو پېښې زياتې شوي، چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.