خوست ښار (پژواک ٥ چنګاښ ٩١): د خوست ښار د پاکولو په موخه لسګونو خلکو په يو ګډ حشر کې ونډه واخيسته او ښار يې پاک کړ.
د خوست ښار د پاکولو حشر نن (د چنګاښ ۵مه) سهار شاوخوا اته بجې پيل شو او نږدې ١١ بجې پاى ته ورسېد.
د خوست ښاروالۍ مرستيال انجنير محمدشريف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه حشر کې دولتي مامورينو، ښوونکو، هټۍ والو او موټر چلوونکو ګډون کړى و.
د هغه په وينا، په حشر كې د څلورلارو پاكول، د سړکونو جاروكول او له ښاره د کثافاتو وړل شامل وو.
نوموړي زياته کړه، چې شاوخوا ۲۰۰ کسانو په دغه عمومي حشر كې برخه اخيستې وه، چې د خوست ښاروالۍ په ګډون د بېلابېلو اتحاديو مشران او غړي هم په کې وو.
شريف وويل: ((پرته له دې ورځې هم موږ هره ورځ له ښار څخه لس موټره کثافات باسو، چې په دې كې هم د دېرشو په شاوخوا كې د ښاروالۍ کارکوونکي كار كوي او ښار پاكوي.))
د ده په خبره، ځكه يې د ښار د پاكولو لپاره ځانګړى حشر وکړ؛ چې دا مهال په ښار كې نفوس زيات دى او د پخوا په پرتله په کې د خلکو شمېر څو برابره ډېر شوی دی.
هغه په ښاريانو غږ وکړ، چې د ښار په پاک ساتلو کې ورسره مرسته وکړي او ټول کثافات د ښاروالۍ له لوري په ټاکل شوو ځايونو کې واچوي.
په ښار كې هم خلكو له دغه كار څخه خوښي څرګنده کړه.
د خوست ښار د صنفي اتحاديې مرستيال انعام رحماني پژواک اژانس ته وويل، چې د ښار په پاكولو كې ټولو دولتي او غير دولتي خلكو ځكه برخه اخيستې وه، چې دا د ټولو شريک ښار دى.
ده زياته کړه: ((زموږ هڅه دا ده، چې هر وخت له ښاروالۍ سره د ښار په پاک ساتلو کې ونډه واخلو او دغه ښار د خپل کور په څېر پاک وساتو.))
په خوست ښار کې يوه دوکاندار امين الله امين وويل، چې دغه كار بايد همېشه ترسره شي؛ ځكه د ښار پاكوالى د ښاريانو د روغتيا لپاره ډېره ګټه لري.
د هغه په وينا، ښاروالۍ ته هم په کار ده، چې د يو منظم پلان له مخې د ښار ټولې برخې پاکې وساتي.
د يادونې ده، چې څو ځلې مخکې هم د خوست ښار د ورته حشرونو له لارې پاک شوى و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن