ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اعتماد پارلماني ګروپ: کرزى دې له فساد سره په مبارزه کې پرېکنده عمل وکړي

author avatar
26 Jun 2012 - 17:47
author avatar
26 Jun 2012 - 17:47

کابل ښار(پژواک ٦ چنګاښ ٩١): د ولسي جرګې د اعتماد پارلماني ګروپ ، له فساد سره د کلکې مبارزې په اړه، د ولسمشر له وروستيو څرګندونو څخه ملاتړ کړى او له هغه څخه يې وغوښتل،چې په دې برخه کې دې ،د فاسدو کړيومقاومت ته په نه پاملرنې سره ،  پرېکنده عمل وکړي.

 ولسمشر حامد کرزي د چنګاښ په لومړۍ نېټه د درې ګونو قواوو په فوق العاده غونډه کې ،چې د ملي شورا په مقر کې جوړه شوه ، د قانون پر ټينګښت د ټينګار تر څنګ  يې،  غوره حکومتولۍ او له فساد سره  کلکې مبارزې ته د لارې په هوارولو سره ،وويل: (( تراوسه د يوشمېر لاملونو له امله مصلحت پال وم، خو له دې وروسته نه.))

د ولسي جرګي غړي محمد نوراکبري په مشرۍ ،د اعتماد پارلماني ګروپ په نننۍ خبري ناسته کې د ولسمشر له خبرو څخه ملاتړ څرګند کړ، خو ويې ويل،چې له اداري فساد سره د کلکې مبارزې نه پرته، ولس پرحکومت بې باورى کېږي.

 اکبري زياته کړه، چې له اداري فساد سره مبارزه بايد په يو ملي کمپاين بدله شي او دا کمپاين بايد د دولت له جګپوړو  چارواکو څخه ،چې په فساد کې ښکېل دي، پيل شي.

نوموړي په فساد  د اخته کسانو نومونه وانه خيستل، خو ويې ويل چې دې ګروپ له فساد سره د مبارزې يو طرحه هم جوړه کړې ده او ولسمشر ته به يې وړاندې کړي.

 همداراز هغه خبرپاڼه،چې ددې ډلې لخوا خپره شوې ده ، کاږي چې اداري فساد په يو سيستم بدل شوى او په فساد ککړ  لوړپوړي دولتي چارواکي ، سياسي اود اقتصادي مافيا وتلي څېرې دي.

 په خبرپاڼه کې راغلي : (( موږ له عدلي اوقضايي او د قانون  ساتنې له ارګانونو څخه غواړو، څو په کابل بانک  کې ،په اختلاس د تورنوکسانو، له بهرنيانو سره د سترو تړونونه او له قدرت او موقف څخه د ناوړه استفاده کونکو د دوسيو په اړه ډيرژر پرېکړه وکړي او مجرمينو ته سزا ورکړي.))

 ياده خبرپاڼه فساد د هېواد د بربادۍ لامل ګڼي او زياته وي: (( ولسمشر بايد د فاسدو کړو شور او ځوګ ته په نه اعتناکولو سره، ددې ولسي ارمان د پلي کېدو په خاطر، کلک ګامونه پورته کړي.

د اعتماد پارلماني ډله ،د محمد نور اکبري په مشرۍ ،په دې وروستيو کې جوړه شوې او ١٩ غړي لري.

 د يادونې ده،چې تر دې وړاندې، د(( افغانستان))؛ ((دريم خط))؛ ((اصلاح غوښتونکو)) ؛ ((ملي استقلال)) پارلماني ډلو هم خپل شتون اعلان کړى وو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.