ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ خلکو د حج د کمې ونډې له امله بيا هم لاريون وکړ

د کونړ خلکو د حج د کمې ونډې له امله بيا هم لاريون وکړ

author avatar
27 Jun 2012 - 20:34
د کونړ خلکو د حج د کمې ونډې له امله بيا هم لاريون وکړ
author avatar
27 Jun 2012 - 20:34

اسعداباد (پژواک ٧ چنګاښ ٩١): د کونړ د پنځو ولسواليو اوسېدونکو په پنځمه  ورځ هم د حج په پروسه کې د خپلې ونډې د کموالي له امله لاريون وکړ.

لاريون کوونکو نيوکه کوله چې د پنځو ورځو په تېرېدو سره يې تر اوسه غږ  نه دى اورېدل شوى،  لاريون کوونکو د کونړ د والي سيدفضل الله وحيدي د استعفى غوښتنه کوله  او هغه يې په دې تورناوه، چې د کونړ والي د دغو پنځو ولسواليو له خلکو سره درغلي کړې ده.

د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکى او لاريون سمبالونکى حاجي کامل د چنګاښ په ٧مه د دغو لاريون پر مهال له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ولايتي شورا او د کونړ والي د دوى د حق په خوړولو کې تورن کړل  او د دواړو د لرې کېدو اواستعفى غوښتنه يې وکړه.

خو د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي وايي، چې لاريون د خلکو حق دى خو دوى بايد سوله ييز لاريون ترسره کړي.

نوموړي په دې چاره کې د ولايت لاس لرل رد کړل او ويې ويل، چې د حاجيانو د نوم ليکنې پر مهال د کونړ د ځينو ولسواليو لپاره نوم ليکنه نه ده شوې، ځکه د حاجيانو د لومړۍ ورځې نوم ليکنې پروسه د حج او اوقافو وزارت د نوي طرزالعمل له مخې له ستونزو سره مخ شوه، دوى دې دا غوښتنه د حج او اوقافو  له وزارت څخه وکړي.

خو کونړ ته د حج او اوقافو له وزارت څخه د راغلي پلاوي مشر حضرت جمال وايي، چې د خلکو ستونزه يې لوړپوړو چارواکو ته رسولې خو د امکاناتو د نه شتون له کبله  د خلکو دا ستونزه تر اوسه نه ده هواره شوې.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.