ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کوچني اختر په ٤مه د افغانستان او اسټراليا ترمنځ کرکټ لوبه ترسره کېږي

د کوچني اختر په ٤مه د افغانستان او اسټراليا ترمنځ کرکټ لوبه ترسره کېږي

author avatar
11 Jul 2012 - 16:32
د کوچني اختر په ٤مه د افغانستان او اسټراليا ترمنځ کرکټ لوبه ترسره کېږي
author avatar
11 Jul 2012 - 16:32

کابل (پژواک ٢١ چنګاښ ٩١): د افغانستان او اسټراليا د کرکټ بورډونو پرېکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه له روژې وروسته د کوچني اختر په څلورمه ترسره شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا يوه ورځنۍ نړيواله لوبه د روان لمريز کال د وږي په څلورمه، چې د اګست له ٢٥مې سره برابره ده، د متحده عربي اماراتو د شارجې په نړيوال لوبغالي کې ترسره شي.

هغه زياته کړه، چې په اماراتو کې د ګرمۍ له امله به دا لوبه د شپې له خوا د برېښنا په رڼا کې ترسره کېږي او د شارجې پر وخت د ماښام شپږ بجې به پيل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايوي رييس ډاکټر حامد شينواري د اسټراليا له کرکټ بورډه مننه وکړه، چې له افغانستان سره يې د يوه ورځنۍ کرکټ لوبې ترسره کولو پرېکړه وکړه.

نوموړي زياته کړه: ((د کرکټ د يوه نوي ملاتړي هېواد په توګه موږ خوښ يو او دا يوه ښه چانس دى، چې افغانستان د اسټراليا پر وړاندې لوبه ترسره کړي.))

ډاکتر حامد وايي، چې دا د افغان لوبغاړو لپاره يوه ښه زمينه ده څو د کرکټ د پياوړې لوبډلې له لوبغاړو سره لوبه ترسره کړي او له هغوى څخه ډېر څه زده او خپلې تجربې زياتې کړي.))

شينواري زياته کړه، چې د افغانستان لوبغاړي او خلک د اسټراليا له کرکټ سره مينه لري او دغه لوبه به د اسټراليا له لوبډلې سره په نړيواله کچه ملاتړ ترلاسه کړي.

د اسټراليا د کرکټ بورډ اجرايوي مشر جيمز سوترلينډ ويلي، چې په افغانستان کې له امنيتي ستونزو سره سره د کرکټ حيرانوونکې ودې او پرمختګ ته د نړۍ د کرکټ چارواکي او مينه وال ګوته په غاښ دي.

نوموړى وايي ((د افغانستان کرکټ په دې وروستيو کې حيرانوونکى پرمختګ کړى او د نړۍ په کرکټ کې يې خپل ارزښت ترلاسه کړى دى.))

هغه زياته کړه، چې د کرکټ د نړيوالې شورا (اى سي سي) د يوه غړي هېواد په توګه د اسټراليا کرکټ اداره په نړيواله کچه د کرکټ د ودې او پرمختګ ملاتړ کوي.

د يادونې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله تر اوسه د کرکټ د نړيوالې شورا د بشپړ غړيتوب لرونکي له يواځني هېواد پاکستان سره پنځه مياشتې مخکې په شارجه کې لوبه کړې وه.

اسټراليا دويم بشپړ غړيتوب لرونکى هېواد دى، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله ورسره سيالي کوي.

افغانستان اوسمهال د کرکټ د نړيوالې شورا د درېيمې درجې له غړيتوب څخه برخمن دى.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.