مهترلام (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩١): د لغمان دولتي چارواکي وايي، چې د ماين چاودنې له امله د دغه ولايت د ښځو د چارو د رييسي په ګډون دوه تنه وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لغمان د ښځو چاور رييسه حنيفه ساپۍ له خپل خاوند سره، چې مهترلام ښار ته په موټر کې روان وو، په ښار کې د عزيزي بانک څانګې مخې نن سهار نهه بجې پرې د ماين چاودنه رامنځته شوه.
نوموړى وايي، چې دغه پېښه لا له مخکې د ځاى پرځاى شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.
سرحدي ځواک زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د حنيفې ساپۍ خاوند هم وژل شوى دى.
د لغمان ولايت د عاميي روغتيا رېيس عبداللطيف قيومي پژواک اژانس ته وويل، چې له دې چاودنې څخه دوى ته ١١ټپيان هم وروړل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په ټپيانو کې د درېيو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
حنيفه ساپۍ په دې دوره کې د ولايتي شورا غړې وه او يو کال مخکې يې د شورا غړيتوب پرېښود او په دغه ولايت کې يې د ښځو چاور د رييسي په توګه دنده ترسره کوله.
دغه راز نوموړې د رياست ترڅنګ په ننګرهار ولايت کې د اريانا پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د درېيم ټولګي محصله هم وه او د مهترلام اړوند د عمرزيو د کلي اوسېدونکي وه.
تر اوسه پورى ددى پيښى مسووليت چا په غاړه ندى اخيستې.
د يادې چاودنې په اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن