کندهار (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩١): د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ملي پوليسو پر يوې پوستې د بريد له امله د دولت ١٢ وسلوال مخالفين ووژل شول.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسلوالو مخالفينو د دې ولسوالۍ د ملي پوليسو د تنګي پر امنيتي پوسته وسلوال بريد وکړ.
هغه زياته کړه، په دغه بريد کې ګڼو وسلوالو برخه لرله او دوه ساعته يې دوام وکړ، چې په پايله کې يې ١٢ وسلوال مخالفين ووژل شول.
د نوموړي په وينا، تر پېښې وروسته پوليسو په دې سيمه کې چاڼيز عمليات وکړل او سيمه يې د وسلوالو مخالفينو له شتون څخه پاکه کړه.
دى وايي، په دې پېښه کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او يوازې په کې وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
شاوليکوټ د کندهار ښار شمال لور ته په ٤٥ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې اوسمهال د نورو ولسواليو په پرتله په کې د وسلوالو مخالفينو فعاليتونه زيات دي.
درې اوونۍ وړاندې هم مخالفينو په شاوليکوټ ولسوالۍ کې دهلې بند ته څېرمه د بهرنيو او افغان ځواکونو پر ګډه قرارګاه وسلوال بريدونه تر سره کړي وو، چې ٧ ځانمرګو په کې برخه لرله.
د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان هغه مهال پژواک ته ويلي وو، چې په دغه بريد کې ١٠ بهرني سرتېري ټپيان شوي او يو شمېر کار ځايونه سوځېدلي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن