ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: امريکا په افغانستان کې سوله راوستل نه غواړي

شنونکي: امريکا په افغانستان کې سوله راوستل نه غواړي

author avatar
19 Jul 2012 - 14:34
شنونکي: امريکا په افغانستان کې سوله راوستل نه غواړي
author avatar
19 Jul 2012 - 14:34

کابل (پژواک ٢٩چنګاښ٩١): د چارو ځيني پوهان وايي، چې د افغانستان په بې ثباتۍ او نا امنيو کې بهرني هېوادونه په تېره بيا امريکا لاس لري، خو د ځينو په اند د افغان حکومت بې کفايتي د دې ستونزې لامل شوې ده.

د چارو پوهانو دغه څرګندونې په هغه ازاد راډيو ټلوېزيوني بحث کې وکړې، چې هره اونۍ د افغانستان د رسنيز مشارکت له خوا د مدني ټولنې د ونډې د تبارز په موخه پر لاره اچول کېږي.

د افغانستان رسنيز مشارکت، چې په هغه کې پژواک خبري اژانس، د سبا نشراتي مؤسسه او د کليد نشراتي ارګان شامل دي، تېر کال د کب په مياشت کې رامنځته شوى دى.

د ياد مشارکت د دې اونۍ په بحث کې د پوځي چارو پوه عبدالواحد طاقت، د سياسي چارو پوه محمدحسن ولسمل او د ولسي جرګې پخوانى غړى او د حق او عدالت ګوند مرستيال معين مرستيال برخه لرله.

په دغه بحث کې د افغانستان د ثبات او امنيت په اړه د چارو پوهانو خپل اندونه څرګند کړي دي.

عبدالواحد طاقت په دغه بحث کې وويل، چې که څه هم د سيمې هر هېواد په افغانستان کې خپلې ګټې لري، خو په دغه هېواد کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ تر ټولو ستر لامل امريکا ده.

طاقت وايي، چې امريکا د افغانستان د جوړېدو لپاره جګړه نه کوي او غواړي چې په افغانستان کې د جګړې له لارې خپلو ستراتيژيکو موخو ته ځان ورسوي.

هغه زياته کړه: ((که رښتيا هم امريکا زموږ د هېواد د جوړونې په موخه راغلې وي، نو ولي زموږ اردو نه جوړوي، ولې يې شمېر کموي؟ بله روښانه بېلګه يې د هغو ١٠٠ زره خالي کانټينرونو ده، کله چې يو خالي کانټينر بېرته هېواد ته لېږدوي، د هغه د بيې څلور برابره ورباندې لګښت راځي، په اصل کې هغه تش نه دى، په هغه کې زموږ منرالونو او يورانيم وړي.))

د ده په اند، ټول بهرنيان افغانستان ته د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره نه بلکې د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره راغلي دي.

هغه زياته کړه: ((د همدې موخو لپاره غربي نړۍ څو کاله مخکې د ترهګرو په لېږدولو سره، جګړه د افغانستان شمال ته وغځوله ترڅو وکولى شي چې په اسانۍ سره تاجکستان او ازبکستان ته د ننوتو لاره پيدا کړي.))

ده وويل: ((ترڅو چې بهرنيان له افغانستانه ونه وځي او داسې يو نظام چې د بهرنيانو په ځانګړي توګه د امريکا له خوا نه وي جوړ شوى، رامنځته نه شي، په هېواد کې سوله او ثبات نه شي راتلى.))

دى وايي، چې د افغانستان حکومت او هم نړيواله ټولنه په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت ټينګ هوډ نه لري.

طاقت وايي، که څه هم نړيواله ټولنه او امريکا پر دې پوهېږي، چې د “ترهګر” د هستوګنې ځايونه په افغانستان کې نه دي، خو بيا هم په افغانستان کې جګړه کوي؛ ځکه چې د ده په وينا د دې جګړې موخې بل څه دي.

هغه زياته کړه: ((کله چې اوباما د ولسمشرۍ لپاره کمپاين کاوه، ويلي يې وو، چې که ولسمشر شي نو له عراق څخه به ٣٠زره پوځيان وباسي او د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د ځالو د له منځه وړلو په موخه به عمليات وکړي، خو څه شول هغه عمليات؟ امريکا نه غواړي چې جګړه پاى ته ورسېږي.))

دغه راز د سياسي چارو پوه محمدحسن ولسمل هم طاقت ته ورته نظر لري او وايي چې امريکا او ملګري يې افغانستان ته د سولې او ثبات خوندي کولو لپاره نه دي راغلي.

هغه وايي: ((که رښتيا هم امريکا زموږ د هېواد د جوړولو په قصد راغلې وي، نو ولې يې زموږ پوځي ځواک غښتلى نه کړ، په داسې حال کې چې افغانستان ته دنيا دنيا پيسې راغلې، خو هېڅ ګټه يې ونه کړه.))

د سرچينې د څرګندونو له مخې، امريکا په افغانستان کې په خپله خوښه نظام رامنځته کړى، تر څو وکولى شي چې خپلو موخو ته په رسېدو کې ترې ګټه پورته کړي.

د هغه په وينا، د امريکا موخه په سيمه کې تر خپل اغېزې لاندې د هېوادونو راوستل، ګرمو اوبو او طبيعي زېرمو ته لاسرسى پيدا کول دي.

د ولسمل په وينا، په سيمه کې د افغانستان دښمنان ايران او پاکستان دي، خو په اصل کې د ناامنيو او بې ثباتيو تر شا امريکا ولاړه ده.

سرچينه زياتوي، چې د افغانستان په نا امنۍ او بې ثباتۍ کې پاکستان هم پراخ لاس لري او د پخوا په څېر نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټينګ شي.

د ده په وينا، اوس چې امريکا د هند په همکارۍ هڅه کوي ترڅو په سيمه کې د تجزيې له لارې بدلونونه رامنځته کړي، پاکستان هڅه کوي چې د نا امنيو د خپرولو له لارې امريکا بوخته وساتي ترڅو دغه هېواد د امريکا له يادې موخې څخه په امن کې و اوسي.

د ولسي جرګې پخواني غړي او د حق او عدالت ګوند مرستيال معين مرستيال بيا په هېواد کې د نا امنيو او بې ثباتيو لامل په حکومت کې د کفايتۍ، بې عدالتۍ او فساد شتون بولي.

د ده په اند، د افغانستان په حکومت کې بې کفايتۍ، بې عدالتۍ او د فساد شتون د دې لامل شوى چې خلک له حکومته واټن ونيسي.

د ده په وينا، ځيني ګاونډي هېوادونه د حکومت او ملت ترمنځ له دغه واټن څخه په ګټې اخيستو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او د خپلو ګټو لپاره د پخوا په څېر نا امنيو ته لمن وهي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.