ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: دولت دې فاسد چارواکي محاکمه کړي

لاريون کوونکي: دولت دې فاسد چارواکي محاکمه کړي

author avatar
24 Jul 2012 - 15:26
لاريون کوونکي: دولت دې فاسد چارواکي محاکمه کړي
author avatar
24 Jul 2012 - 15:26

کابل (پژواک ٣ زمرى ٩١): لسګونه ځوانانو په کابل کې د يوه لاريون په ترڅ کې له دولته وغوښتل چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې شعار عملي او فاسد چارواکي دې محاکمه کړي.

لاريون کوونکو چې “مړه دې وي مفسد چارواکي او مړه دې وي د ځمکې غاصبين” شعارونه ورکول، ويل يې چې د دولت په ټولو ادارو کې “فساد او کاغذ پراني” خپلې لوړې کچې ته رسېدلې ده.

دوى په هېواد کې د سالمې حکومتدارۍ غوښتنه کوله او ويل يې، چې د مفسدو چارواکو د فساد له امله افغانستان په نړۍ کې دويم په فساد ککړ هېواد بلل شوى دى.

دوى همداراز په توکيو کې د ولسمشر حامد کرزي له خوا له اداري فساد سره د کلکې مبارزې د ژمنې هرکلى وکړ او ويې ويل، چې که ولسمشر وغواړي نو د اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کې به يې ځوانان ننګه او ملاتړ وکړي.

ولسمشر کرزي تېره مياشت د جاپان په توکيو کې د افغانستان په اړه په جوړ شوي نړيوال کنفرانس کې ژمنه وکړه، چې د فساد د له منځه وړلو او د ښې حکومتوالۍ لپاره به خپلې هڅې چټکې کړي.

نننى لاريون د افغانستان د ځوانانو د ملي او ټولنيز ارګان له خوا رابلل شوى و او د دغه ارګان لسګونو غړو په کې برخه لرله.

لاريون کوونکو د کابل ښار د علاوالدين له څلور لارې لاريون پيل کړ او د ملي شورا تر ودانۍ ورسېدل.

دوى د ملي شورا له استازو غوښتنه کوله ترڅو له هغو چارواکو د باور رايه واخلي، چې په فساد کې لاس لري، قانون ماتوي او د ملت شتمنۍ يې بهرنيو بانکونو ته لېږدولې ده.

دوى په داسې حال کې چې ويل يې ملي شورا له مفسدو چارواکو سره مناسب چلند نه دى کړى، له شورا وغوښتل چې د خلکو اواز نړيوالو ته ورسوي.

لاريون کوونکو خبردارۍ ورکړ، چې که غوښتنو ته يې مثبت ځواب ورنه کړل شي، نو په ولايتونو کې به هم لاريونونه وکړي.

لاريون کوونکو په پاى کې يو پرېکړه ليک هم خپور کړ، چې له دولت څخه په کلکه غوښتل شوي، چې د فساد د مخنيوي په موخه له جوړو شوو ادارو څخه يوه او د واک لرونکې پياوړې اداره جوړه کړي.

په پرېکړه ليک کې له ملي شورا څخه غوښتنه شوې چې د قانون جوړوونکي او څارونکي ارګان په توګه، د فساد په مخنيوي کې ګړندي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د ځوانانو د ملي او ټولنيز ارګان مشر او د لاريون رابلونکي محمد شفيق پوپل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اداري فساد په هېواد کې د روانو ناخوالو تر ټولو لوى لامل دى.

د پوپل په خبره، په دولت کې فساد د خلکو او دولت ترمنځ واټن ډېر کړى او خلک يې اړ کړي چې د بېکارۍ له امله په ځينو غيرقانوني کارونو لاس پورې کړي او يا هم له مخالفينو سره يوځاى شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.