Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې د دوو استنادي دېوالونو د جوړولو چارې پيل شوې

هلمند کې د دوو استنادي دېوالونو د جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
8 Nov 2024 - 11:06
هلمند کې د دوو استنادي دېوالونو د جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
8 Nov 2024 - 11:06

لښکرګاه (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۳): د هلمند ولایت په دوو ولسوالیو کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت د دوو استنادي دېوالونو د جوړولو چارې پيل شوې.

د هلمند والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک ته وویل چې د نوازد ولسوالۍ په محمدخان کاریز سیمه کې د ۳۰۷ مترو په اوږدوالي او د واشیر ولسوالۍ په کشک سفید سیمه کې د ۳۰۳ مترو په اوږدوالي د دوو استنادي دېوالونو د جوړولو چارې پيل شوې.

ده وویل چې دغه دېوالونه د یوه خیریه بنسټ په اووه میلیونه افغانۍ د دوو میاشتو په ترڅ کې جوړېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو پروژو د جوړولو په ترڅ کې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

بل لورته، د سیمې اوسېدونکي هم د یادو پروژو پلي کېدو ته خوښ دي.

د واشیر ولسوالۍ د کشک سفید کلي یوه اوسېدونکي سیدګل پژواک ته وویل، خوښ دی چې سیمه کې یې استنادي دېوال جوړیږي.

ده وویل چې د دغه دېوال په جوړېدو سره به تر ډېره د سېلابونو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د یادو ولسوالیو یو شمېر نورو اوسېدونکو هم له حکومته د ورته نورو پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.