ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي د پاکستاني بريدونو په مخنيوي کې د افغان دولت هڅې کافي نه بولي

شنونکي د پاکستاني بريدونو په مخنيوي کې د افغان دولت هڅې کافي نه بولي

کابل (پژواک ١٢ زمرى ٩١): شنونکي وايي، چې افغان دولت دې د پاکستان د راکټي بريدونو موضوع د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې کړي.

د تېر کال له لومړيو راهيسې د افغانستان پر کونړ او نورو سرحدي سيمو د پاکستان له خاورې په وقفه يي ډول توغندي ويشتل کېږي، چې سلګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې او ډېرې کورنې يې د سيمو پرېښودو ته اړې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنيت د مشر د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال له پيله ٢١٠٠ د توپ مرمۍ او توغندي د پاکستان له خاروې د افغانستان پر سرحدي سيمو توغول شوې دي.

افغان چارواکي د دغو بريدونو پړه پر پاکستاني پوځ ور اچوي او په تړاو يې په وار وار پاکستاني لوري ته خپل اعتراض کړى، خو پاکستان منلې نه ده چې دغه بريدونه د هغوى له خوا کېږي.

هغوى وايي، چې د افغانستان له خاورې هم د دوى پر پوځيانو بريدونه کېږي.

سياسي کارپوه نورالحق علومي وايي، چې د افغانستان دولت بايد د يادو بريدونو په اړه مخکې غبرګون ښودلى واى او په دې اړه يې اړين اقدامات ترسره کړي واى.

د ده په وينا، د افغانستان حکومت د خپلو خلکو پر حقونو سترګې پټې کړې او د خپل غږ په پورته کولو کې لا هم غفلت کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان چارواکو له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې او د يادو بريدونو د مخنيوي غوښتنه ترې کړې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير هم تېره ورځ ولسي جرګې ته وويل، چې له پاکستان څخه د راکټي بريدونو د مخنيوي لپاره ډيپلوماتيکې هڅې ډېرې بريالۍ نه وې او که بيا هم بې پايلې شي، ايجابوي چې افغانستان يې په اړه ملي تصميم ونيسي.

خو علومي وايي، ډېپلوماسي دا ده چې د افغانستان حکومت يو کال وړاندې خپل غږ نړيوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته رسولى واى.

د ده په اند، د بهرنيو چارو وزير بايد له دې امله له دندې ګوښه شي چې د يادو بريدونو موضوع يې له نړيوالې ټولنې او امنيت شورا سره نه ده شريکه کړې او د امنيتي سکټور لومړۍ درجه چارواکي له دې امله بايد له دندې ګوښه شي، چې د بريدونو متقابل ځواب يې نه دى ورکړى.

د ده په خبره، امنيتي ځواکونه په سرحدي سيمو کې د خپلو خلکو او خاورې د ساتلو لپاره پراته دي او پرته له دې چې له چا اجازه واخلي، دنده لري هر ډول تېري ته په خپله ځواب ورکړي.

علومي د بهرنيو چارو د وزير څرګندونو ته په اشارې سره وويل، چې که د افغانستان حکومت ډيپلوماتيکې هڅې همداراز په کلونو دوام وکړي، خو کومه پايله ونه لري او د خلکو وينه تويېدنه دوام ولري، نو دا له “دښمن سره د سازش” معنا لري.

 دى وايي، چې يادو بريدونو ته ځواب ورکول د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او بايد دولت دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

علومي وايي، خلک چمتو دي له داسې دولت څخه ملاتړ وکړي چې روڼ سياست ولري او له غوښتنو يې دفاع وکړي.

د هغه د څرګندونو له مخې، نړيواله ټولنه، امريکا او ناټو هم د دې لپاره چې په سيمه کې خپلې اقتصادي او سياسي موخې لري، نه غواړي د پاکستان پر وړاندې غبرګون وښيي.

د علومي په خبره، امريکا او ناټو غواړي د افغانستان خلک پر دې باوري کړي، چې نه شي کولى د هغوى له مرستې پرته خپل امنيت وساتي.

دى وايي، امريکا او ناټو غواړي، چې افغانان يو ځل بيا په خپل هېواد کې د نړيوالو سرتېرو او پوځي اډو د شتون غوښتنه وکړي.

سياسي کارپوه محمديونس فکور هم وايي، د افغانستان دولت بايد يو کال مخکې له پاکستان سره د يادو بريدونو د موخو په اړه سپينې خبرې کړې واى، خو لا يې هم نه دي کړې.

د فکور په وينا، که پاکستان نه غوښتى چې له بريدونو يې خپلې موخې په ډاګه کړي، بايد د افغانستان دولت په هماغه لومړيو کې د دغو بريدونو د مخنيوي لپاره له نړيوالې ټولنې او امنيت شورا مرسته غوښتې واى.

د فکور په باور، د پاکستان له څه باندې يونيم کال راکټي بريدونو وروسته هم د افغانستان حکومت نيت نه لري په دې برخه کې جدي ګامونه نه پورته کړي.

هغه ولسي جرګې ته د بهرنيو چارو د وزير د تېرې ورځې څرګندونو ته په اشارې سره وويل، چې هغه لا هم څرګنده نه کړه، چې د ډيپلوماسي تر ناکامۍ وروسته به کله بل ګام اخلي.

فکور وايي: “په حکومت کې پرديو ګټو ته وفادار چارواکي نه غواړي د پاکستان شخصي دښمني پر غاړه واخلي او له هغوى سره يې شته رازونه افشا شي.”

دى همداراز وايي، چې له بلې خوا حکومت د دې لپاره چې پاکستان د افغان دولت اپوزېسيون تقويه نه کړي، د پاکستان پر وړاندې په احتياط ګامونه اخلي.

فکور وايي، دا چې ډيپلوماسي نتيجه نه ورکوي، که حکومت رېښتونى وي، نو په متقابل اقدام دې لاس پورې کړي او په دې برخه کې دې له امريکا او ناټو مرسته وغواړي.

بل سياسي کارپوه احمد سعيدي هم وايي، چې د افغانستان حکومت د خلکو او ملي شورا د فشار او غوښتنو له امله اړ شو چې يو څه په لوړه کچه غبرګون وښيي.

سعيدي زياته کړه: ((دولت احساسوي، که له نور زغم څخه کار اخلي او غبرګون نه ښيي، خلک داسې فکر کوي چې دولت له ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتيا دفاع نه کوي، نو له همدې امله د دولت غبرګون په دې ورځو کې يو څه ډېر شوى دى.))

خو سعيدي وايي، چې د يادې ستونزې په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د افغانستان مراجعه به هغه مهال پايله ولري چې له پرېکړې يې متحده ايالتونه ملاتړ وکړي.

د ده په باور، امريکا به د يادو بريدونو په اړه غبرګون ونه ښيي؛ ځکه چې خپل ستراتيژيک ملګرى پاکستان له لاسه نه ورکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.