ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زلمى رسول  د اسلامي هېوادونو په ناسته کې د ګډون په موخه  سعودي ته ځي

زلمى رسول د اسلامي هېوادونو په ناسته کې د ګډون په موخه سعودي ته ځي

author avatar
12 Aug 2012 - 15:59
زلمى رسول  د اسلامي هېوادونو په ناسته کې د ګډون په موخه  سعودي ته ځي
author avatar
12 Aug 2012 - 15:59

کابل (پژواک٢٢زمرى٩١): د افغانستان د بهرنيو چارو وزير، د اسلامي هېوادونو سازمان په فوق العاده ناسته کې د ګډون په موخه نن سعودي عربستان ته ځي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې په دې ناسته کې د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران ، د اسلامي هېوادونو د مشرانو غونډې  ته پر تياريو خبرې  کوي.   

موسى زي وويل ،چې د اسلامي هېوادونو د مشرانو غونډه د سعودي عربستان د پادشاه په غوښتنه، د روژې د مياشتې په شپږ ويشتمه د مکې معظمې په  ښار کې جوړيږي.

دده په خبره ،د اسلامي هېوادونو مشران به په ياده غونډه کې په اسلامي نړۍ کې د شته ستونزو د هوارۍ پر لارو چارو  خبرې وکړي.

د بهرنيو چارووزارت وياند وويل ،چې ولسمشر حامد کزرى به هم په ياده غونډه کې ګډون وکړي.

دموسي زي د معلوماتو له مخې ، د اسلامي هېوادونو مشران به په ځانګړې توګه په  سوريې، مالي، فلسطين او برما کې د روان وضعيت په اړه خبرې وکړي.

په برما کې د بودايانو لخوا د مسلمانانو وژنې له څو مياشتو راهيسې دوام لري .

د ځينو راپورونو له مخې ، په برما کې زرګونه مسلمانان وژل شوي او د ډېرو کورونه سوځول شوي او مالونه يې لوټ شوي دي.

همداراز له  تېر يو نيم کال راهيسې په سوريه کې هم د بشارالاسد د رژيم پر وړاندې د حکومت د مخالفينو لخوا وسلواله مبارزه روانه ده، چې د راپورونو له مخې، تردې مهاله پکې په زرګونو ملکي وګړيو  ته مرګ ژوبله اوښتې ده او په زرګونو نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل ،چې د اسلامي هېوادونو د مشرانو په ناسته کې به د افغانستان ولسمشر پردې ټينګار وکړي ،چې اسلامي هېوادونه د افغانستان د سولې له پروسې خپل ملاتړ اعلان کړي.

موسى زي وويل ،چې داسلامي هېوادونو سازمان به د غونډې په پاى کې پرېکړه ليک هم صادر کړي.

ده وويل افغانستان هيله لري ،چې د اسلامي نړۍ د غونډې په وروستي پرېکړه ليک کې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ څرګند شي.

د اسلامي هېوادونو سازمان،د اسلامي نړۍ له لويو سازمانونو ګڼل کېږي ، چې ٥٧ اسلامي هېوادونه يې غړيتوب لري.

 افغانستان په ١٩٦٩ کال کې ددې سازمان غړيتوب خپل کړ.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي  په نننۍ خبري ناسته کې  په پاکستان کې د طالب بنديانو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل ، چې د افغانستان حکومت په وار وار له پاکستان څخه د افغاني طالبانو او په ځانګړې توګه د هغوى د مشرانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

دده په وينا، هغه وسلوال طالبان ، چې په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي کولى شي د سولې په پروسه کې مثبت رول ولوبوي.

هغه زياتوي : “خو له بده مرغه موږ تردې مهاله له پاکستاني چارواکو مثبت ځواب نه دى موندلى.”

ده هيله څرګنده کړه ، چې په راتلونکي کې دې پاکستان په دغه برخه کې عملي ګامونه اوچت کړي.    

په دغو بنديانو کې د طالبانو يو مهم مشر ملا عبدالغني برادر هم دی، چې په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې نيول شوی او لا هم په دې هېواد کې بندي دی.

د افغانستان حکومت له پاکستان څخه د ملابرادر د ورسپارلو غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه نه ده منل شوې.

 ولسمشر کرزي په وار وار طالبانو ته بلنه ورکړې، چې د سولې په مخامخ خبرو کې ګډون وکړي او له پاکستان څخه يې غوښتي،چې په دې برخه کې دې مرسته وکړي.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.