ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست او پکتيکا کې ٢٢ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Aug 2012 - 18:29
author avatar
15 Aug 2012 - 18:29

خوست ښار (پژواک ٢٥ زمرى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د خوست د مرکز اړوند د کونډيو په سيمه کې په يو جومات کې نهه ملکي وګړي پر ډزو ټپيان کړي او په پکتيکا کې١٣ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمديعقوب د زمري په ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د لمانځه پر مهال په کونډيو سيمه کې په يو جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې او لاسي بم يې وراچولى، چې له امله يې ياده مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وينا، ټپيان د خوست ملکي روغتون ته ور وړل شوي او د اوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

نوموړي زياته کړه، چې ټپيان ټول د سيمې عام وګړي وو، خو وسلوال په تېښته بريالي شوي، چې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

د ظفر خان په نوم د يادې پېښې يو ټپي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د سهار لمونځ کاوه، چې يوه ډله وسلوالو پرې ډزې وکړې او لاسي بم يې ور ګوزار کړ.

د هغه په وينا، له پېښې وروسته نور پر ځان پوه نه شو او چې سترګې يې وغړولې، د خوست په ملکي روغتون کې و.

نوموړي زياته کړه، چې دوى په دغه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په اډه کې د لاس مزدوري کوي، چې له ياد جومات سره نږدې موقعيت لري.

خو د کونډيو له سيمې سره نږدې د متون د کجيرې کلي يوه اوسېدونکي زاهد شاه انګار پژواک اژانس ته وويل، په دې پېښه کې د دوى يو کليوال وژل شوى او دوى يې اوس مهال د جنازې په مراسمو کې ګډون کوي.

خو د طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې د دوى کسانو د صحراباغ پر پوځي اډه بريد کړى، ګڼو بهرنيو او افغان سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې، خو افغان چارواکو دغه خبره رد کړه.

ايساف ځواکونو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

بلخوا په خوست کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام يې د دغه ولايت په موسى خېلو ولسوالۍ کې درې وسلوال طالبان وژلي دي.

د سرچينې په وينا، تېره ورځ د دوى چورلکو په دې سيمه کې ګزمه کوله، چې يادو وسلوالو پرې ډزې وکړې او د چورلکو په ځوابي ډزو کې درې واړه ووژل شول.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي، چې د پکتيکا ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې ١٣ تنو ته مرګ ژوبله واوښته، چې ډېری يې ماشومان دي.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام شاوخوا اووه بجې د پکتيکا د يوسف خېلو ولسوالۍ د خيربين په کلي کې پر يوه تراکتور چاودنه وشوه.

د هغه په وينا، په دې چاودنه کې د يوې کورنۍ د يو ځوان په ګډون درې ماشومان وژل شوي او يو بل يې ژوبل شوی دى.

نوموړي زياته کړه، چې دغه راز د سرروضې ولسوالۍ د سلطانو په سيمه کې د وسلوالو طالبانو له لوري توغول شوی توغندی پر يو کور لګېدلی، چې له امله يې يوه مېرمن او څلور ماشومان ژوبل شوي دي.

افغان وايي، چې بلخوا د پکتيکا د خوشامند په ولسوالۍ کې پر درېيو ماشومانو يوه ناچاودې مرمۍ چاودېدلې، چې درې واړه په کې سخت ژوبل شوي دي.

 د ښرنې د ملکي روغتون مشر ډاکټر چينار صديقي پژواک اژانس ته وويل، چې له يادو پېښو نهه ټپيان ور وړل شوي، چې درې يې له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت کړي، دوه تر درملنې لاندې دي او درې نور يې کابل ته لېږلي دي.

دغه راز وسلوالو طالبانو د سر روضې ولسوالۍ د سره کوټ په کلي کې يو ځوان له دولت سره د همکارۍ په تور وژلی دى.

د ياد کلي يوه اوسېدونکي تورخان پژواک اژانس ته وويل، چې وژل شوی حکيم نومېده او تېره ورځ وسلوالو طالبانو خپل کور ته څېرمه پر ډزو وواژه.

مخلص افغان د دې پېښې پخلی وکړ او زياته يې کړه، چې وژل شوى ملکي وګړى و او له دولت سره يې هېڅ راز همکاري نه درلوده.

وسلوالو طالبانو د دې پېښې مسووليت منلى او هغه يې له دولت سره په همکارۍ تورن کړى دى.

د يادونې ده، چې دا په روانه مياشت کې دويم کس دی، چې په سر روضه ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو له لوري له دولت سره د همکارۍ په تور وژل کېږي.  

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.