ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ ځوانانو د پاکستانيو بريدونو د ځواب په موخه نوم ليکنه پيل کړه

author avatar
22 Aug 2012 - 17:51
author avatar
22 Aug 2012 - 17:51

اسعد اباد ( پژواک د وږي لومړۍ نېټه ٩١ ) : د کونړ سلګونو قومي مشرانو او ديني علماوو د يوې سترې غونډې په ترڅ کې له دولت څخه د پاکستانيو بريدونو په وړاندې د کلک غبرګون غوښتنه وکړه.

 دغه راز ديني علماوو له ولسونو وغوښتل، چې مقابل تيري کوونکي ته دشريعت له مخې جواز لري ،چې ورته ځواب وويل شي .

 په دغه  غونډه کې ، چې نن د (وږي په لومړۍ نېټه) ددې ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې جوړه شوې وه، پکې والي سيد فضل الله وحيدي، په مشرانو جرګه کې د کونړ د خلکو استازيو،ولايتى شورا غړيو او دکونړ داړونده ولسواليو علماکرامو، پخوانيو جهادي قوماندانانو او په سلګونو قومى مشرانو ګډون کړى وو.

 په مشرانو جرګه کې د کونړ د خلکو استازي رفيع الله حيدري ګډونوالو ته د وينا مهال پر نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه په هېواد کې پر مېشتو ناټو ځواکونو، چې امريکايان يې مشري کوي په کلکه نيوکه وکړه، چې دوى له افغانانو سره په دې غميزه کې هېڅ ډول سره همکاري ونه کړه.

 هغه زياته کړه : (( دوى چې کومې ژمنې له موږ او افغان دولت سره کړي، نه يې ترسره کوي، دوى افغانستان ته دخپلو شخصى ګټو په موخه راغلي دي .))

 د حيدري په وينا، ستراتيژيک تړونونه ،چې دوى له افغانستان سره کړي يواځې تشې خبري دي امريکايان بايد پاکستان ته قناعت ورکړي، چې پرافغانستان باندې خپل توغندويي بريدونه بند کړي .

 قومي مشراوجهادي قوماندان حاجي جاندادخان وويل : (( امريکايان زموږ سره د پاکستان دتيري په برخه کې مرسته او همکارى نه کوي ، نو ځکه دوى دې له کونړ څخه ووځي، موږ پخپله د خپلو سيمو دفاع کوو.))

 نوموړي دغه راز له امريکايي ځواکونو وغوښتل، هغه وسلې يې چې له ولسونو اخيستې دي، بېرته دې ورته وسپاري، څو د پاکستان دبريدونو مقابله وکړي.

 د پخواني جهادي ګوند جماعة الدعوة په استازيتوب مولوي سيد ولي الله غونډې ته پخپله وينا کې وويل، چې امريکايان دلته د پاکستان په ګټه کار کوي او دپاکستان په بلنه افغانستان ته راغلي دي .

 ده وويل:(( امريکايانو افغانانو سره پخپلې دوستۍ کې خيانت وکړ، ځکه نو دوى دې مهرباني وکړي، زموږ وسلې دې بېرته وسپاري او پخپله دې له دې ولايت څخه ووځي.))

 د نوموړي په وينا، له هغه ځايه څخه ،چې دچا پرحريم تېرى کيږې ځواب ورکول يې لازم دي او له امريکايانو يې وغوښتل، چې ستراتيژيک سند او د بن  کنفرانس کړيو ژمنو ته دې وفادار شي .

 د حاجي فيض محمد په نامه يوه قومي مشر بيا دکونړ له ټولو دولتي اونادولتي مامورينو وغوښتل، چې خپل د يوې مياشتې معاش دې قومى مشرانو ته وقف کړي ، ترڅو دوى پرې وسلې واخلي او دپاکستان د پوځ ځواب ووايي .

 د غونډې په پاى کې د ګډونوالو لخوا يو کمېسيون جوړشو، چې د هرې ولسوالۍ ځوانان او قومي مشران به دپاکستان د پوځي مداخلې په مقابل کې د جهاد لپاره پکې نوم ليکنه کوي.

  د کونړ والي سيدفضل الله وحيدى دغونډې ګډونوالو ته وويل ،چې په همدې تړاو يې د کونړولايتي ادارې دپاکستان دپوځ دبريدونو د هرساعت رپوټ مرکزي دولت ته ورکړى اومرکزي دولت هم د ديپلوماتيکو اړيکو له مخې، دپاکستان له دولت سره خبرې کړې  دي.

 دهغه په وينا، چې په دې اړه يې شکايت نړيوالې ټولنې  او  ملګرو ملتونو هم رسولى دى.

 د غونډې په پاى کې پرېکړه ليک ولوستل شو، چې پکې له پاکستان څخه غوښتل شوي، چې دا بريدونه دې ژر تر ژره بند کړي.

 دغه راز په پرېکړه ليک کې له نړيوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو له امنيت شورا غوښتل شوي، چې د پاکستانيو بريدونو پر وړاندې چپ پاتې نه شي . د يادې غونډې په پرېکړه ليک کې د ډيورنډ کرښې له پورې غاړ قومي مشرانو او علماوو غوښتل شوي، چې په دې اړه خپل غږ پورته کړي .

 په پرېکړه ليک کې د سولې له عالي شورا غوښتل شوي ،چې پاکستان ته خپل سفر وځنډوي ، دغه راز له ولسمشر او نورو چارواکيو غوښتل شوي، چې په دې اړه روښانه دريځ خپل کړي.

 د يادونې ده ،چې له تېرو شاوخوا درېيو مياشتو راهيسې د پاکستانيو ځواکونو لخوا د کونړ ولايت پر بېلابېلو سرحدي ولسواليو بريدونه کېږي، چې تر اوسه تر ٣٠ پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 دافغانستان دولت او وکيلانو په دې اړه کلک غبرګونونه ښودلي، خو تر اوسه يې کومه پايله نه ده ورکړې، ولسي جرګې د کونړ د بريدونو په غبرګون د کورنيو چارو او دفاع وزيران هم سلب صلاحيت کړل.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.