کابل-ترينکوت (پژواک ١٤ وږى ٩١): د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو د ١٧ سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړ شوى دى.
سرچينې زياته کړه،چې د وسلوالو مخالفينو په بريدونو او چاودنو کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو سرتېرو ته ياده مرګ ژوبله د هلمند په ګرشک او موسى کلا ولسواليو، کندهار ، کونړ ، زابل او ميدان وردګو ولايتونو کې اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت ويلي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د ملي اردو د سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
د ملي دفاع وزارت تېره اوونۍ وويل، چې په تېرو دوو مياشتو کې د ملي اردو ٦٠٠ سرتېري وژل شوي دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن