محمودراقي (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۳): د کاپیسا تګاب ولسوالۍ کې د تېلو یوه پمپ کې د ګازډبې چاودنې او له دې امله رامنځته شوې اورلګېدنه کې ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.

د کاپیسا امنیه قومانداني وایي چې دا پېښه نن سهار ۸:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.

د کاپیسا امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ګازډبې چاودنې او د دغه ولایت تګاب ولسوالۍ کې د حاجيمحمد اکرم د تېلو پمپ کې د اورلګېدنې له امله د دې ولسوالۍ ۱۷ کسان سخت ټپيان شوي دي.»

د هغه په خبره، ټپیان د تګاب ولسوالۍ کلینیک ته انتقال شوي او روغتیایي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

د کاپیسا امنیې قوماندانۍ ویاند د تېلو پمپ ته د اوښتي زیان په اړه جزئیات نه دي ورکړي.