جلالاباد (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د شپږنیم میلیونه افغانيو په لګښت د يوه استنادي دېوال جوړېدو چارې پيل شوې.
مسوولین وايي، دا پروژه به په درېیو میاشتو کې بشپړه شي او په جوړېدو سره به يې ډېر ځایونه د سېلاب او اوبو له ګواښه وژغورل شي.
د جلالاباد ښاروالۍ وياند بختي جان مراد نن (د تلې ۲۳مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې له لوري د نړۍوال بانک په شپږنيم میليونه افغانيو لګښت د ښار په دويمه ناحيه کې د يوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې.

هغه زياته کړه، د انګورباغ په سیمه کې د موجوده جر (لویې ويالې) د اوبو د مخنيوي او د استوګنې او تفریحي ځايونو د ساتنې په موخه دا دېوال د ۲۶۵ مترو په اوږدوالي جوړېږي چې د جوړېدو چارې به يې درې مياشتې وخت ونیسي.
د مراد په وينا، د دې پروژې د تطبیق موخه په ښاري سيمو کې د لنډمهاله کاري فرصتونو او بېړنيو لومړنيو خدمتونو وړاندې کول دي چې تر ډېره د دې پروژې بودجه کارګرو او بشري قوې ته ځانګړې شوې ده.
د سيمې اوسېدونکي وايي، د دغه استنادي دېوال په جوړېدو سره به ډېر زيات کورونه د سېلاب او اوبو له ګواښ څخه وژغورل شي.
د احمد خان په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، په سختو ورښتونو کې دغه جر (لویه وياله) له اوبو ډکېږي او شاوخوا کورونو ته زيان رسوي چې د دغه استنادي دېوال جوړېدو سره به خلک خوندي شي.
په دې وروستيو کې جلالاباد ښاروالۍ له لوري د بیارغونې د پروژو کارونه چټک او ډېر شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP