اسعد اباد(پژواک ١٧وږى ٩١): د کونړ ولايت د خاص کونړ په ولسوالۍ کې سيند ته د يوه موټر د لوېدو له امله شپږ تنه مړه شوي او يوه ماشومه ورکه ده .
دکونړ د امنيه قوماندانۍ وياند دويم څارن شېرولي د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه د کونړ – جلال اباد پر لويه لار د خاص کونړ د سپين جومات په سيمه کې تېره ورځ ناوخته رامنځته شوه .
دده د معلوماتو له مخې،په دې پېښه کې يوه ښځه ټپي شوې او د ننګرهار مرکز جلال اباد ته د درملنې لپاره لېږدول شوې ده .
د سرچينې د معلوماتو له مخې،ياد شوي ټول کسان پرته له موټر چلوونکي د يوې کورنۍ غړي دي .
د خاص کونړ ولسوال محمد رحمان وايي، چې دغه پېښه د موټرچلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده .
ديادولو ده ، په ياده سيمه کې تېر کال د يوه قومي مشر جمدرخان موټر هم سيند ته لوېدلى و ، چې مړى يې بيا دوه مياشتې وروسته پيدا شو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن