کابل (پژواک ٢٣ وږى ٩١): د امريکا ولسمشر بارک اوباما ولسمشر حامد کزري ته ټېلېفون کړى او د اسلام پر ضد له خپرې شوې ويډيو وروسته د رامنځته شوو غوځښتونو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.
په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ وياند له دې ټېلېفوني اړيکې وروسته خبريالانو ته وويل، چې د افغانستان ولسمشر حامدکرزي په ليبيا کې د امريکايي ډيپلوماتانو په وژل کېدو ژوره خواشيني څرګنده کړه.
سرچينې زياته کړې، چې دواړو مشرانو پر دې ټينګار وکړ، چې دواړه هېوادونه دې په ګډه له نږدې کار وکړي، څو هغه پېښې چې په ليبيا او مصر کې رامنځته شوې،د امريکايانو پر وړاندې په افغانستان کې رامنځته نه شي.
د سپينې ماڼۍ وياند وايي، چې دا اړيکې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د امنيت د لېږد په اړه د روانو مشورو د لړۍ يوه برخه وه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دواړو مشرانو د ليبيا په بن غازي ښار کې د رامنځته شوې پېښې په اړه هم په تفصيل سره خبرې وکړې.
سپينه ماڼۍ وايي، چې ولسمشر بارک اوباما افغان حکومت ته د بګرام د زندان د سپارلو په اړه هم خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې دوى د افغانستان ملي حاکميت ته احترام کوي.
امريکا د خپرې شوې ويډيو پر وړاندې له افغانانو زغم وغوښت.
په امريکا کې د سام باسيل په نوم د فلم جوړولو يوې کمپنۍ داسې فلم جوړ کړى، چې په کې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ته سپکاوى شوى، دغه فلم بيا په امريکا کې د هغې کليسا د ټري جونز له خوا خپور شوى، چا چې تېر کال د قران کريم د ځينو نسخو د سوځولو ناوړه هڅه کړې وه.
د دغه فلم له خپرېدو وروسته په ليبيا او مصر او نورو اسلامي هېوادونو کې د امريکا پر ضد له تاوتريخوالي ډک لاريونونه وشول، په ليبيا کې لاريون کوونکو د امريکا سفير له درېيو نورو امريکايي کارکوونکو سره وواژه.
په اسلامي نړۍ کې د امريکا پر وړاندې کلکو غبرګونونو ته په کتلو سره د امريکا سفارت له افغان مشرانو او افغانانو غوښتي، چې په دې اړه له زغم او ارامۍ څخه کار واخلي.
د افغانستان دولت هم پرون د ياد فلم خپرول او د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوى په کلکه غندلى دى.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن