ژبه

افغانستان له هند سره په کرکټ سياليو کې لوبه بايلوده

توسط جاوېد هميم کاکړ

سپتمبر 20, 2012 - 9:29 am

Views: 74

کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩١): د هندوستان د کرکټ ملي لوبډله د نړيوال جام سياليو په لړ کې بېګا افغانستان ته ماتې ورکړه. د کرکټ شل اووريز نړيوال جام سيالۍ د وږي په ٢٨مه د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کې د نړۍ د ١٢ پياوړو لوبډلو په ګډون پيل شوې دي. پرون له ماښام وروسته د افغانستان او هندوستان ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د هندوستان په بريا پاى ته ورسېده. د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا وايي، چې د دې لوبې پچه د افغانستان کپتان نوروز منګل وګټله او لومړى يې هندوستان ته د لوبې بلنه ورکړه. د نوموړي په وينا، د هندوستان لوبډله په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٩ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ګټلو لپاره د ١٦٠ منډو هدف کېښود. وفا وايي، چې د افغانستان له لوري شاه پور ځدران دوه، محمد نبي، دولت ځدران او کريم صادق يو يو لوبغاړي وسوځول. هغه زياتوي، چې د افغانستان لوبډله د هدف د ترلاسه کولو په موخه لوبه ډېره ښه پيل کړه او په لومړيو اوو اورونو کې يې د يوه لوبغاړي په سوځېدو له پنځوسو زياتې منډې جوړې کړې وې. خو د کرکټ بورډ وياند وويل، چې د هندي لوبغاړي يوراج سنګ له خوا د درېيو پرله پسې افغان لوبغاړو له سوځولو وروسته لوبه د افغانستان له لاسه ووته. نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان لس لوبغاړي په شلم اوور کې په ١٣٦ منډو وسوځېدله او لوبه هندوستان وګټله. د وفا په وينا، د افغانستان له لوري محمد نبي تر ټولو ښه لوبه وکړه، هغه له دوو شپږيزو او دوو څلوريزو سره ٣١ منډې، کريم صادق ٢٦ او نوروز منګل ٢٢ منډې جوړې کړې. د هندوستان پياوړي لوبغاړي ويرات کوهلي، چې پنځوسيزه يې وهلې وه، د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

افغانستان به سبا له انګلستان سره خپله دويمه لوبه ترسره کوي. د کرکټ د چارو يوخ کارپوهه او ژورنالېست مطيع الله عابد وايي، چې افغان لوبډله د يوې د پياوړې لوبډلې په څېر لوبه ترسره کړه او د ګټلو ډېر چانسونه يې هم درلودل. د هغه په وينا، د افغان لوبغاړو کمه تجربه او بدقسمتي د دوى د ناکامۍ او ماتې لامل شوه. نوموړي زياته کړه: ((بخت د هندوستان په بريا کې ډېر رول ولوباوه.)) عابد وايي، که چېرې افغان لوبغاړو توپونه نه واى غورځولي او نيولي واى، نو هندوستان به د ډېرو منډو په جوړولو نه و بريالى شوى.