ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د افغان سوداګرو ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

کابل کې د افغان سوداګرو ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

author avatar
24 Sep 2012 - 20:47
کابل کې د افغان سوداګرو ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو
author avatar
24 Sep 2012 - 20:47

کابل(پژواک٣ تله٩١): په کابل د سولې د نړيوالې ورځې په وياړ د افغان سوداګرو ښځو لخوا د لاسي صنايعو دوه ورځنى نندارتون جوړ شو.

په دغه نندارتون کې چې د ملي ګالرۍ د سولې او اميد په باغ کې جوړ شوى، د ښځو ډول ډول لاسي صنايع، په لاس ګنډلې جامې، غاړکۍ، نقاشي شوې تابلوګانې، خټين لوخي او د فوټبال د توپونو په ګډون، د لوبو يو شمېر توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.

دغه نندارتون د افغان سوداګرو ښځو لخوا چې د ښځو د اقتصادي پراختيا د انستتيوت لخوا يې روزنه ليدلې ده، جوړ شوى دى.

دا ښځې ددې لپاره د سولې نړيواله لمانځي چې، د هېواد په سوله او اقتصادي پياوړتيا کې خپله ونډه څرکنده کړي او ورته درناوى وکړي.

نو شين اکبري د ښځو د قالين بافۍ د انجمن مشرې چې په دې نندارتون کې يې په لاس جوړې شوې ښځينه جامې او  په لاس اوبدل شوي د نارينه وو يخنونه نندارې ته ايښي وو، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا يې د کورنۍ دعايد لويه سرچينه ده.

مېرمن اکبري چې له لسو کالو راهيسې په همدې سوداګرۍ بوخته ده، وايي چې د لاسي صنايعو قيمت يې يو څه لوړ دى، نو له همدې امله په بازارونو کې يې اخيستونکي پېرودلو ته زړه نه ښه کوي.

دې وويل چې يواځې نندارتونونه يې د لاسي صنايعو پلورنځى دى.

 ده وويل چې د نارينه وو اوبدل شوې يخنونه چې اوبدل يې شاوخوا درې مياشتې وخت نيسي، له ٧٠٠٠ افغانيو تر ٤٠٠٠ افغانيو پلوري، خو د ښځينه جامو بيه بيا تر ٢٠٠٠ افغانيو لوړه نه ده.

نندارتون ته د لاسي صنايعو يوه بله وړاندې کوونکې ستورې ناصرزۍ بيا نندارتون ته يې په لاس اوبدل شوې، روجايي ګانې، د بالښت پوښونه، ورېښمين ټکرۍ، په لاس جوړې شوې غاړکۍ، لاسبندونه او غوږوالۍ راوړې وې.

ناصرزى هم وايي چې د لاسي توکيو قيمت يې لوړ دى، چې يواځې په نندارتونو کې پلورل کېږي او په ځينو نورو بازارونو کې بيا يوځې بهرنيان اخلي .

نوموړې پژواک ته وويل چې لس کاله کېږي چې له خپلې مور سره په ګډه د لاسي صنايعو په اوبدلو بوخته ده.
يوې بلې نجلۍ مريم سپهر بيا نندارتون ته په خپل لاس په ښکلي خط ليکلي او تزيين شوي اثار، نقاشي شوې رنګارنګ تابلوګانې او ميناتوري توکي د خلکو نندارتون ته راوړې وې.

سپهر چې د فيروزکوه په نامه انسټټيوت کې د هنرو د برخې د دريم ټولګي محصله هم ده، وايي چې په افغانستان کې هنر ته دومره خلک لېوالتيا نه لري، نو ځکه خو نشي کېداى له دې لارې د پام وړ اقتصادي ګټه ترلاسه کړي.

خو زياتوي لرې نه ده چې د هنر زده کړه يې، د شهرت لوړو پوړونو ته ورسوي او د خپل هېواد لپاره په نړيواله کچه وياړ ترلاسه کړي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.