ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لاسي بم په چاودنه کې څلور تنه ټپيان شول

د لاسي بم په چاودنه کې څلور تنه ټپيان شول

author avatar
25 Sep 2012 - 13:27
د لاسي بم په چاودنه کې څلور تنه ټپيان شول
author avatar
25 Sep 2012 - 13:27

کابل (پژواک ٤ تله ٩١): نن د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې د لاسي بم په چاودنه کې د يوې ښځې په ګډون څلور تنه ټپيان شول.
دغه چاودنه نن له غرمې مخکې لس بجې او شل دقيقې د قلندرشاه مارکېټ مخې ته رامنځته شوه.
د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رييس مل پاسوال عبدالظاهر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه لاسي بم ديوه ناپېژانده کس له خوا د مارکېټ مخې ته غورځول شوى، چې له امله يې څلور تنه ټپيان شول.
هغه زياته کړه، چې په ټپيانو کې يوه ښځه هم شامله ده، چې روغتون ته لېږدول شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې د دې پېښې عامل تښتېدلى ، خو په هغو څېړنو کې چې امنيتي منسوبينو ترسره کړې دي، د بريد کوونکي نوم په ډاګه شوى او د نيولو لپاره يې هڅې روانې دي.
هغه دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله وبلله.
خو د سيمې يوه اوسېدونکي علي محمد پژواک ته وويل، چې لاسي بم د قلندرشاه مارکېټ په دروازه کې نصب شوى و، چې د خلاصولو پر مهال وچاودېد.
دغه مارکېټ د سيد فاروق په نوم د يوه کس ده، چې تېره مياشت د دشت برچي د پل خشک په سيمه کې خپل کور ته نږدې د ناپېژانده وسلوالو له خوا ووژل شو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.