ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسلوالې نښته کې پنځه تنه ټپيان شول

وسلوالې نښته کې پنځه تنه ټپيان شول

author avatar
2 Oct 2012 - 19:07
وسلوالې نښته کې پنځه تنه ټپيان شول
author avatar
2 Oct 2012 - 19:07

چاريکار (پژواک ١١ تله ٩١): د پروان چارواکي وايي چې په دې ولايت کې په وسلواله نښته کې پنځه تنه ټپيان شوي دي.

د پروان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ضيا‌ء الرحمن سيدخېلي د تلې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا پر پنځو بجو، د دغه ولايت په مرکز چاريکارو کې په يوه وسلواله نښته کې دوه پوليس، يوه نجلۍ او يوه مېرمن ټپيان شوي دي.

نوموړي زياته کړه، نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې پوليسو يو کرولا ډوله موټر ته د درېدو اشاره وکړه.

د ده په خبره، په موټر کې ناستو کسانو پر پوليسو ډزې وکړې او د تېښتې هڅه يې وکړه، خو د پوليسو له خوا ونيول شول.

سيدخېلي زياته کړه، په نيول شويو کسانو کې يو تن له پوليسو سره په ډزو کې ټپي شوى هم دى.

د هغه په وينا، دغه کسان په دې ولايت کې په قاچاق، سړي تښتونې او نورو جرمونو کې په لاس لرلو تورن وو او د پوليسو تر تعقيب لاندې وو.

د پروان د ملکي روغتون سرطبيب عبدالولي قادري پژواک ته وويل، چې دوى ته له  دغې پېښې څخه څلور تنه ټپيان وروړل شوي، چې دوه يې پوليس دي.

ده زياته کړه، چې په ټپيانو کې د يوه پوليسو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او له لومړنۍ درملنې وروسته کابل استول شوى دى.

د يادولو ده چې يوه مياشت مخکې هم، دې ته په ورته پېښه کې ٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.