ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سفما د دوو خبريالانو د نيولو په اړه وضاحت وغوښت

سفما د دوو خبريالانو د نيولو په اړه وضاحت وغوښت

author avatar
14 Oct 2012 - 16:13
سفما د دوو خبريالانو د نيولو په اړه وضاحت وغوښت
author avatar
14 Oct 2012 - 16:13

کابل ښار (پژواک ٢٣ تله ٩١): د سوېلي اسيا د ازادو رسنيو ټولنې (سفما) په کابل او بغلان ولايتونو کې د دوو خبريالانو د نيولو په اړه اعتراض او پر هغوى يې د لګول شويو تورونو په اړه د عادلانه څېړنو غوښتنه وکړه.

 حبيب الرحمن ابراهيمي د تلې په ٢١ مه نيمه شپه په کابل ښار او د بغلان سيمه ييز خبريال جاوېد کارګر  يوه مياشت مخکې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.

 د سفما مشر ضيا بوميا نن (د تلې ٢٣ مه) په يوه خبري ناسته کې د تاوتريخوالي په کړنو، سانسور او له خبريالانو سره په ناوړه چلند اندېښنه وښوده، له حکومت يې وغوښتل، چې د رسنيو پر فعاليتونو نظارت ولري او خبريالان د قانون مطابق تر څار لاندې ونيسي.

 هغه د ابراهيمي د نيولو طريقه د اساسي قانون خلاف وبلله او زياته يې کړه، چې د هغه د نيولو په لامل نه پوهيږي او له اړونده ادارو څخه يې د دغې قضيې د وضاحت غوښتنه وکړه.

 بوميا په داسې حال کې ، چې د هېواد د هر وګړي په اړه د حکومت بررسي قانوني حق بولي، خو په غير قانوني ډول نيونې او د امنيتي ځواکونو له خوا ورسره ناوړه چلند باندې نيوکه کوي او وايي: ((دغه ډول چلندونه د کورنيو په روان باندې بده اغېزه کوي. موږ نه وايو، چې دولت د بررسۍ حق نه لري، خو په دغه ډول چلندونو نيوکه کوو او له دولت څخه غواړو، چې پر دغه خبريال لګېدلي تورونه روښانه کړي.))

 له بلې خوا د ابراهيمي کورنۍ ادعا کوي، چې هغه د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له خوا نيول شوى دى.

 د حبيب الرحمن ورور هدايت الله پژواک اژانس ته وويل، چې ورور يې يو ازاد خبريال و، خو د ملي امنيت موظفينو په دې تور، چې هغه طالبانو ته کار کوي، ونيو.

 نوموړي زياته کړه، چې امنيتي کسانو د هغه د نيولو ترڅنګ د نوموړي مشر زوى هم وواهه او د ابراهيمي کاري وسايل، نغدې پيسې او د ښځو ګاڼه يې هم له ځانه سره يووړله.

 هدايت دعوه وکړه: ((له دې مخکې هم څو ځلې، ورور مې د ملي امنيت له خوا ګواښل شوى او حتى ټېلېفوني تماسونه يې هم کنټروليدل.))

 پژواک په دې اړه له ملي امنيت رياست سره په اړيکه کې شو، خو هغوى د ابراهيمي په نيولو  بې خبري وښوده.

ابراهيمي، چې اوس يې د يوه ازاد خبريال په توګه دنده ترسره کوله، له بېلابېلو کورنيو او بهرنيو رسنيو سره يې کار کړى دى.

 د سوېلي اسيا د ازادو رسنيو ټولنې، په بغلان کې د ځايي خبريال جاوېد کارګر په نيولو او په پکتيا ولايت کې د دولتي چارواکو له خوا د يو شمير خبريالانو په ګواښلو اندېښنه وښوده، ويې ويل، چې په پکتيا کې ځينې خبريالانو څو ځلې ورسره اړيکه نيولې، له سيمه ييزو چارواکو څخه يې ورته شکايت کړى او د خبريالانو پر وړاندې يې د سانسور او محدوديت د درېدو غوښتنه کړې ده.

 د سفما مشر وويل، چې جاوېد کارګر له يوې مياشتې راهيسې په بغلان کې پرته له کوم لامل څخه له امنيتي ځواکونو سره په توقيف کې دى او بايد د نيولو لامل يې روښانه  او قضيه يې په عادلانه ډول وڅېړل شي.

 نوموړي، روان کال د خبريالانو پر وړاندې له ګواښونو او ننګونو څخه ډک وباله، له حکومت څخه يې وغوښتل، چې د سليقوي چلندونو او سياسي هدفونو په موخه، د خبريالانو کاري شرايط محدود نه کړي.

 په دغه ناسته کې د سفما او د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز مسوولينو پر ملاله يوسفزۍ بريد هم په کلکه وغانده، د پاکستان له حکومت او نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل، چې عاملان يې ژر ترژه پيدا او قانوني چلند ورسره وکړي.

 پاکستانيو طالبانو پنځه ورځې مخکې د پاکستان د پښتونخوا ايالت د سوات په مينګوره سيمه کې پر ملاله يوسفزۍ ، چې په خپله سيمه کې يې د پوهنې په برخه کې مبارزه کړې وه او د سولې جايزه يې ګټلې وه، بريد وکړ او له دوو نورو نجونو سره يې ټپي کړه.

 دغه ١٣ کلنه نجلۍ هغه مهال، چې له ښوونځي څخه د کور پر لور روانه وه، بريد پرې وشو او د سر او غاړې په برخه کې سخته ټپي شوه. نوموړې دا مهال په پيښور کې په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې ده او ډاکټرانو يې له سر څخه مرمۍ ويستلې ده.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.