کابل ښار (پژواک ٢٣ تله ٩١): د سوېلي اسيا د ازادو رسنيو ټولنې (سفما) په کابل او بغلان ولايتونو کې د دوو خبريالانو د نيولو په اړه اعتراض او پر هغوى يې د لګول شويو تورونو په اړه د عادلانه څېړنو غوښتنه وکړه.
حبيب الرحمن ابراهيمي د تلې په ٢١ مه نيمه شپه په کابل ښار او د بغلان سيمه ييز خبريال جاوېد کارګر يوه مياشت مخکې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
د سفما مشر ضيا بوميا نن (د تلې ٢٣ مه) په يوه خبري ناسته کې د تاوتريخوالي په کړنو، سانسور او له خبريالانو سره په ناوړه چلند اندېښنه وښوده، له حکومت يې وغوښتل، چې د رسنيو پر فعاليتونو نظارت ولري او خبريالان د قانون مطابق تر څار لاندې ونيسي.
هغه د ابراهيمي د نيولو طريقه د اساسي قانون خلاف وبلله او زياته يې کړه، چې د هغه د نيولو په لامل نه پوهيږي او له اړونده ادارو څخه يې د دغې قضيې د وضاحت غوښتنه وکړه.
بوميا په داسې حال کې ، چې د هېواد د هر وګړي په اړه د حکومت بررسي قانوني حق بولي، خو په غير قانوني ډول نيونې او د امنيتي ځواکونو له خوا ورسره ناوړه چلند باندې نيوکه کوي او وايي: ((دغه ډول چلندونه د کورنيو په روان باندې بده اغېزه کوي. موږ نه وايو، چې دولت د بررسۍ حق نه لري، خو په دغه ډول چلندونو نيوکه کوو او له دولت څخه غواړو، چې پر دغه خبريال لګېدلي تورونه روښانه کړي.))
له بلې خوا د ابراهيمي کورنۍ ادعا کوي، چې هغه د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له خوا نيول شوى دى.
د حبيب الرحمن ورور هدايت الله پژواک اژانس ته وويل، چې ورور يې يو ازاد خبريال و، خو د ملي امنيت موظفينو په دې تور، چې هغه طالبانو ته کار کوي، ونيو.
نوموړي زياته کړه، چې امنيتي کسانو د هغه د نيولو ترڅنګ د نوموړي مشر زوى هم وواهه او د ابراهيمي کاري وسايل، نغدې پيسې او د ښځو ګاڼه يې هم له ځانه سره يووړله.
هدايت دعوه وکړه: ((له دې مخکې هم څو ځلې، ورور مې د ملي امنيت له خوا ګواښل شوى او حتى ټېلېفوني تماسونه يې هم کنټروليدل.))
پژواک په دې اړه له ملي امنيت رياست سره په اړيکه کې شو، خو هغوى د ابراهيمي په نيولو بې خبري وښوده.
ابراهيمي، چې اوس يې د يوه ازاد خبريال په توګه دنده ترسره کوله، له بېلابېلو کورنيو او بهرنيو رسنيو سره يې کار کړى دى.
د سوېلي اسيا د ازادو رسنيو ټولنې، په بغلان کې د ځايي خبريال جاوېد کارګر په نيولو او په پکتيا ولايت کې د دولتي چارواکو له خوا د يو شمير خبريالانو په ګواښلو اندېښنه وښوده، ويې ويل، چې په پکتيا کې ځينې خبريالانو څو ځلې ورسره اړيکه نيولې، له سيمه ييزو چارواکو څخه يې ورته شکايت کړى او د خبريالانو پر وړاندې يې د سانسور او محدوديت د درېدو غوښتنه کړې ده.
د سفما مشر وويل، چې جاوېد کارګر له يوې مياشتې راهيسې په بغلان کې پرته له کوم لامل څخه له امنيتي ځواکونو سره په توقيف کې دى او بايد د نيولو لامل يې روښانه او قضيه يې په عادلانه ډول وڅېړل شي.
نوموړي، روان کال د خبريالانو پر وړاندې له ګواښونو او ننګونو څخه ډک وباله، له حکومت څخه يې وغوښتل، چې د سليقوي چلندونو او سياسي هدفونو په موخه، د خبريالانو کاري شرايط محدود نه کړي.
په دغه ناسته کې د سفما او د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز مسوولينو پر ملاله يوسفزۍ بريد هم په کلکه وغانده، د پاکستان له حکومت او نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل، چې عاملان يې ژر ترژه پيدا او قانوني چلند ورسره وکړي.
پاکستانيو طالبانو پنځه ورځې مخکې د پاکستان د پښتونخوا ايالت د سوات په مينګوره سيمه کې پر ملاله يوسفزۍ ، چې په خپله سيمه کې يې د پوهنې په برخه کې مبارزه کړې وه او د سولې جايزه يې ګټلې وه، بريد وکړ او له دوو نورو نجونو سره يې ټپي کړه.
دغه ١٣ کلنه نجلۍ هغه مهال، چې له ښوونځي څخه د کور پر لور روانه وه، بريد پرې وشو او د سر او غاړې په برخه کې سخته ټپي شوه. نوموړې دا مهال په پيښور کې په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې ده او ډاکټرانو يې له سر څخه مرمۍ ويستلې ده.