کندهار ښار (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩١): په کندهار او هلمند ولايتونو کې د ايساف هوايي بريدونو درې ماين خښوونکي وژلي دي.
د هلمند ولايت د مقام له خوا د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ مازيګر مهال د لښکرګاه په بولان سيمه کې يو طالب قوماندان چې غوښتل يې په لاره کې ماين خښ کړي، د ايساف په هوايي بريد کې ووژل شو.
بلخوا د کندهار چارواکي وايي، چې په پنجوايي ولسوالۍ کې هم دوه وسلوال طالبان د ايساف له خوا په هوايي بريد وژل شوي دي.
د ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک اژانس ته وويل، چې يادو طالبانو په سړک ماينونه خښول، چې له هوا څخه وويشتل شول.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر له مخې، په لغمان ولايت کې يوې چاودنې د ملي اردو دوو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار د الينګار ولسوالۍ د بديع اباد په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې يو سرتېرى وژل شوى او بل ټپي دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن